د ۲۰۲۲کال د ژمني المپیک لوبو په پرانستونکو دستورو کې د ګډون لپاره چین ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان او خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره یوځاي ددغه هیواد لوړروتبه سیاسی او اقتصادي پلاوي سفر،په افغانستان کې د ثبات په ټينګیدا کې د ملګرتیالپاره د اسلام آباد دژمنتیا له اعلان سره یو ځاي شوی دی .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، د پآکستان دخارجه وزیر شاه محمود قریشي د چین له خارجه وزیر وانګ یی سره په کتنې کې د یوه واحد چین له اصله په ملاتړ کې د اسلام اباد سیاست تشریح کړ او له بیجینګ سره ئې د هراړخیزو اړیکو پراختیا غوښتونکی شو . قریشي ، له وانګ یی سره په کتنې کې ووئيل،کرار افغانستان،سوله ایز او باثباته افغانستان،د ټولوګاونډیانو،او ددرستې سیمې په ګټه دی او ددغه وضعیّت نه انکاریدونکی دی .
د چین خارجه وزیر هم دافغانستان له ثبات سره مرسته،د بیجینګ دسیمه ایز سیاست په لړ کې وبلله او له پاکستان سره د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره چمتووالی اعلان کړ .
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان خارجه وزیر په وینا،د اسلام اباد او بیجینګ د دوواړخیزو اړیکو دپراختیا لپاره به سټراټژيکو خبرواترو په عنوان سره ، پاکستان او چین دخارجه وزیرانو راتلونکي ناسته ترسره شي .