ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی انقلاب د درې څلویښتمې کلیزې په درشل کې د سلواغې په نولسمه نیټه به د ایکنا په کوربتوب سره د ایران د پخواني خارجه وزیر منوچهرمتکی پشمول د یوشمیرنړیوالو سیاسی او مذهبی شخصیّتونو په شتون سره د پوهنتونوالو د قرآني ادارې په مبین سټوډیو کې ویډیوئي او آنلاین بڼه دغه نړیوال وبینار ترسره کړي .
ټاکل شوې ده ،منوچهر متکی به ددغه وبینار غوره ویناوال وي او دغه راز به د ویډیوئي کنفرانس له لارې د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ د عمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر شیخ ابراهیم الزکزکي،د عراق د النجباء مقاومتي غورځنګ ویندوي نصر الشمري او دیمن یو سیاسی فعال سید صادق الشرقي په آنلاین توګه په دغه وبینار کې خپل نظرونه وړاندې کړي .
په دغه نړیوالو وبینار کې چې د سلواغې د میاشتې د نولسمې نیټې له سهار اته نیمو بجو پیلیږي ،د نړیوالو شخصیّتونو د ویناؤ چورلیزونه ، اسلامی انقلاب؛په اوسمهاله نړۍ کې د مقاومت نرم آوزار ،اسلامی انقلاب او د مقاومت او سرښیندنې قطب نما،اسلامی انقلاب او دظلم په خلاف او د مظلوم ملګرتیا او دغه راز اسلامی انقلاب او د استکبار د سلطې نفی کول ، عنوان شوي دي .
له دغه وبینار سره ګروهمن کسان په دغې غونډې کې په دغو لیکونو سره برخه اخستلی شي
https://live ۲.olgou.ir/b/iqn-ew۳-۰۵ f-kps او دغه راز په اینسټاګرام سوشل میډیا کې د ایکنا ایډریس iqna_video@ او له دې سره پخپل موبایل باندې هم په RQ پسورډ سره په ژوندئ بڼه دغه وبینار کتلی او تعقیبولی شي .