IQNA

د ایران د اسلامی انقلاب دبریالیتوب په کلیزې کې بیا بعیّت نوی شو 

10:51 - February 11, 2022
د خبر لمبر: 3485400
تهران (ایکنا) -د تهران پشمول د درست ایران په میلیونونو خلکو نن په سلګونو ښارونو کې پخپلو ګاډو سره په میلیوني لاریون کې په ګډون سره   داسلامی انقلاب  له آئيډیاؤ سره بیا بیعّت نوی کړ.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د سلواغې دمیاشتې  دوویشتمه نیټه یعني د فرورۍ یولسمه، د  ایران داسلامی  انقلاب د بریالیتوب درې څلويښتمه کلیزه ده .  د ۱۹۷۹کال دفرورۍ په یولسمه نیټه  د حضرت امام خمیني په رهبرۍ سره د ایران  ا سلامی انقلاب بریالی شو .

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ ،د تهران  آزادۍ چوک  نن  له سهار  اتو بجو راهسې د زرګونو خلکو دشتون شاهد ؤ  او دوخت په تیریدا سره  دغه شتون میلیونونو ته ورسید او خلکو په ګاډو او موټرسائیکلو کې  په شتون سره  په دغه ولولناک او پرتمین میلیوني لاریون کې ګډون وکړ او  مړه دې امریکا ، مړۀ دې اسرائيل  چغې هماغه راز  د ایران په تیره بیا د تهران په فضا کې انګازې کوي .

داپه داسې حال کې دي چې د اسلامی انقلاب د بریالیتو ب دغه کلیزه په پرتم سره د روغتیائي پروټوکولونو په اساس ترسره کیږي او دغه پروټوکولونه په بشپړ ډول په رعایتولو سره  سږکال د ایران په هغو ښارونو کې چې وضعیّت سور دی ،د ګاډو په وسیله لاریونو ترسره کیږي .

د ایکناخبری آژانس درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو په تیره بیا داسلامی  ائيډیاؤ مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .

د ایران د اسلامی انقلاب دبریالیتوب په کلیزې کې بیا بعیّت نوی شو 

د ایران د اسلامی انقلاب دبریالیتوب په کلیزې کې بیا بعیّت نوی شو 

 
captcha