IQNA

بحرین ته د صهیونیسټي چارواکو سفر له ولس سره د آل خلیفه خیانت دی 

16:30 - February 16, 2022
د خبر لمبر: 3485424
تهران (ایکنا) -د بحرین جمعیّت الوفاق  اسلامی غورځنګ  نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ، منامې ته د صهیونیسټ ررژيم دلومړي وزیر سفر   ددغه هیواد  له ولس سره د آل خلیفه  خیانت بللی او ټينګار ئې کړی دی ،  دغه سفر  د مسلمان او عربو ملتونو  لمسونکی ا قدام او د ارزښتونو  خلاف  ورزي حسابیږي .

ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر نفتالی بنټ پرون د بحرین د پاچا شیخ حمد بن عیسی په رسمي بلنې سره دغه هیواد ته سفر کړی دی .

   د بحرین د الوفاق اسلامی غورځنګ  په دغې اعلامیې کې وئيلی دي ،منامې ته دنفتالی بنټ  سفر د بحرین د اساسی قانون د صلاحیّت د ختمیدا او د آل خلیفه رژيم  دبې صلاحیّتۍ  داعلان په توګه دی.

 په دغې اعلامیې کې دې ته په اشارې سره  چې  دغه سفر  دبحرین د ولس  له اخلاقي  چارو سره  هیڅ ارتباط نه لري ، ټینګار وکړ ، د بنټ سفر  دبحرین د ملت او د درستو عربو او مسلمانو ملتونو د لمسونې او د ارزښتونو او تړونونو  او په  درستو سرو کرښو باندې د سترګو د پټولو  په معنا دی.

داپه داسې حال کې دي چې  په بحرین کې له  دوو ورځو راهسې د بحرین دمنامې پشمول په مختلفو ښارونو اوښارګیو کې  د آل خلیفه او  وحشي صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو او  وروستیو اقداماتو په ضد مظاهرې او اعتراضونه دوام لري .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i112338

captcha