ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپورراکړ، دپاکستان د خارجه وزارت ویندوي عاصم افتخار نن سهار په اسلام اباد کې پخپل اونیز خبری کنفرانس کې اسلام اباد ته دایران د کورنیو چارو د وزیر احمد وحیدي د وروستي سفر په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې ټينګار وکړ، دا سفر ی، ډير مهم سفر او له تهران سرهد رغنده تعامل یوه برخه ده .
هغه زیاته کړې، پاکستان ته د ایران د کورنیو چارو وزیر سفر پراخه ایجنډا درلوده، په لوړه سویه لیده کاته او ګټه ورې مشورې شوي دي ، مونږ باؤري یوو دغه لیده کاته له ایران سره د پاکستان د ډير ګټه ور او رغنده تعامل او خبرواترو یوه مهمه برخه ده . مونږ له ایران سره تعامل ته هماغه راز دوام ورکوو، ځکه چې ایران د مونږ یو دوست ورور ،ګاونډی او ډير نزدې شریک هیواد دی .
دا په داسې حال کې دي ، چې د پاکستان د ولسی جرګې مرستیال مشر قاسم خان سوري نن د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ تهران ته په دوه ورځني سفر راغلی څو د دوو اړخیزو اړیکود پراختیا او دپارلیماني اړیکو غښتلتیا په موخې سره د ایران د اسلامی جمهوریت له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي .