IQNA

ایران او قطر په درستو زمینو کې اړیکې لاپراخوي

6:43 - February 22, 2022
د خبر لمبر: 3485449
 تهران (ایکنا) -د اسلامی ایران ولسمشر همداراز له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو دعادي کولو لپاره  دځينو هیوادونو دهڅې په رټلو سره  روښانه کړه، په سیمې کې د صهونیستي تیریګر او جنایتکار رژيم د شتون پراختیا، د درستو هیوادونو په تاوان ده ، ځکه   دغه رژيم  به د خپلو ګټو  دتامینولوپه لاره کې دن ورو هیوادونو امنیت او ثبات تر اغیزو لاندې راولي .

 

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  او د قطر امیر ددواړو  هیوادونو د لوړروتبه پلاؤ په ګډې غونډې کې  ټينګار وکړ ، د دواړو هیوادنوو د اقتصادی ملګرتیاؤ د  ګډو کمیشن  مشران او اجرائي مسئولان  د دوواړخیزو تعاملاتو او ملګرتیاؤ  دپراختیا لپاره دوه چنده هڅه وکړي .

د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي  پرون ناوخته ،  دایران او قطر  د لوړروتبه پلاؤ په ګډې ناستې کې  ددې خبرې په کولو سره چې  اعتقادي  او کلتوری مشترکات تل د دوو ملتونو  او حکومتونو داړیکو د پیاوړتیا  زمنیه جوړونکي دي ، ووئيل و  دتهران او دوحې د اړیکو سویه باید په ټولو زمینو کې په تیره بیا په اقتصادي او سیاسی سویو  کې لوړه شي .

  د ایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې  د ایران او قطر  دوه اړخیز و تعاملاتو پياوړتیا باید د دواړو هیوادونو د سیمه ایزو ملګرتیاؤ او نړیوالو رول لوبونې  ته هم وغزیږي ، ووئيل ،  اسلامی ایران تل  د قطر پشمول د سیمې د درستو هیوادونو  لپاره یو ریښتونی اود وست ګاونډی  دی او  ددغې ادعا د اثبات لپاره تر ټولو  څرګند مصداق  د فلسطین  دمظلوم ملت له حقوقو  د ایران همیشنی ملاتړ دی .

 ابراهیم ریئسي د فلسطیني ملت د درستو پرګنو په ګډون سره د فلسطین دموضوع دحل لپاره د اسلامی  ایران د حل لارې په یادولو سره  ووئيل ؛  که اسلامی امت متحد وي ، نو د فلسطنیانو  حقوق به  تحقق ومومي  او د صهیونیسټانو ظلم اوکړاؤ به پاي ته ورسیږي .

 د اسلامی ایران ولسمشر همداراز له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو دعادي کولو لپاره  دځينو هیوادونو دهڅې په رټلو سره  روښانه کړه، په سیمې کې د صهونیستي تیریګر او جنایتکار رژيم د شتون پراختیا، د درستو هیوادونو په تاوان ده ، ځکه   دغه رژيم  به د خپلو ګټو  دتامینولوپه لاره کې دن ورو هیوادونو امنیت او ثبات تر اغیزو لاندې راولي .

د قطر امیر  شیخ تمیم بن حمد آل ثاني  هم په دغې ناستې کې ووئيل ،  هیواد ئې کلک هوډ لري ، چې  له ایران سره خپلې اړیکې د دوو ملتونو د تاریخي او ریښه لرونکو تعاملاتو  او په مختلفو  زمینو کې  پراخې کړي .  د قطر امیر  همداراز د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو  په زمینې کې د ایران دملت دحقوقو په دفاع کې  د خپل هیواد ثابت دریځ  ته په اشارې سره  روښانه کړه ،قطر تل  ټینګار کړی ، چې  د هیوادونو ترمینځ   د اختلافاتو دحل یوازینۍ  لاره خبرې  اترې دي  او   دهرې یوې موافقې دوام ،د موافقې د درستو لورو  له خوا ژمنتیاؤ ته په پابندۍ او عمل کې نغښتی دی .  شیخ تمیم په دوام کې د فلسطین دمظلو م تل د  حقوقو  دفاع ، د قطر د بهرنی سیاست یو لومړیتوب وبالۀ او وې وئيل ، د فلسطین په باب د قطر ثابت دریځ ، هماغه د نړۍ د ازادي غواړو دریځ دی .

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  پرون سهار د قطر  دامیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په رسمي بلنې  سره د اوپک په شپږمې سرمشریزې کې د ګډون او لیدوکاتو لپاره په دوه ورځني سفر قطر ته تللی دی.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i112558

captcha