ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپورراکړ، په ملګروملتو کې د افغانستان د نمایندګۍ لپاره د طالبانو دموقته حکومت وړاندیزي استازی په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر د مشر په توګه منصوب شو .
په ۲۰۱۳کال کې په قطر کې د طالبانو ډلې سیاسی دفتر رسما کار پیل کړی او په وروستیو کلونو کې دوحه ، د افغانستان د پخواني حکومت او امریکا او د دغې ډلې د خبرواترو کوربه ؤ .
د طالبانو دموقته حکومت یوې سرجینې نن سهار وختي ووئیل ، سهیل شاهین چې له دې مخکې په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر ویندوي ؤ ،په یوۀ وخت په ملګروملتو کې د افغانستان دنمایندګۍ لپاره هم وړاندیزي استازی دی، په دوحې کې د طالبانو د سیاسی دفتر دمشر په توګه منصوب شوی دی .
له دې مخکې په افغانستان کې دطالبانو د موقته حکومت مرستیال ملاعبدالغني برادر ،په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشر ؤ .