IQNA

د اوکراین د کړکیچ جرړه د امریکا په سیاستونو کښې ده

10:04 - March 02, 2022
د خبر لمبر: 3485478
تهران (ایکنا) - حضرت ایت الله خامنه اي د اوکراین کړکیچ د امریکا د سیاستونو نتیجه وبلله او ټینګار یې وکړ : اوکراین نن سبا د امریکا د کړکیچ د جوړولو د سیاست قرباني شوی دی ځکه چې دا امریکا وه چې د اوکراین په کورنیو مسائیلو کښې یې په لاسوهنې سره د غونډو په ترسره کولو  ، د مخملي او د رنګینې کودتا په رامینځته کولو ، د حکومت د مخالفو کسانو په غونډو کښې د امریکا د سناتورانو په ګډون کولو یې دغه هیواد دغه حد ته ورسوه .

 ایکناخبری آژانس د پارس ټودې له قوله راپور راکړ ، د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود وفرمائیل نن سبا د جاهلیت واضح او بشپړه بیلګه د امریکا مافیايي رژیم دی چې اساسا یو کړکیچ رامینځته کوونکی او کړکیچ زیږوونکی رژيم دی .

د  ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د مبعث د نیکمرغه اختر په مناسبت وینا کښې په ننۍ نړۍ کښې د موډرن جاهلیت واضح او بشپړه بیلګه د امریکا رژیم وباله او په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د کړکیچ جوړول د امریکا یوه اصلي ځانګړتیا ده وویل د امریکا رژيم کړکیچ رامینځته کوونکی او  کړکیچ زیږوونکی دی او امریکا اساسا یو  مافیايي رژيم دی او په هغه کښې سیاسي ،اقتصادي او د وسلو د جوړولو مافیايي چینلونه په نړۍ کښې کړکچینونه پراخوي ، ورسره مرسته کوي او روزي ترې ترلاسه کوي .

هغه حضرت د امریکا د سیاستونو په کنټرولولو او هدایتولو کښې د مافیايي چینلونو اغیز شیندونکي رول ته په اشارې سره وویل دغه مافیاګانې چې حتی د امریکا د ولسمشر واک ته رسول او له قدرت څخه څنګ ته کول د هغوې په لاس کښې دي د خپلې بقا لپاره کړکیچ رامینځته کوي او د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د کړکیچ د مرکزونو رامینځته کولو ته ضرورت لري .

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د داعش په شمول په تیرو کلونو کښې رامینځته شوي کړکیچونه د امریکا د مافیا رژیم د کړکیچ  په رامینځته کولو کښې وبلل او زیاته یې کړه د دوې په لاس روزل شوي سپي یعني داعش چې خپله امریکا د دغه ډلې په رامینځته کولو اعتراف کوي په ښکاره د بې ګناه انسانانو سرونه پرې کول او هغوې ژوندي په اور کښې سوزول او په اوبو کښې یې ډوبول چې د امریکا د وسلو د جوړولو کارخانې له دغو کړکیچونو زیاته استفاده وکړي .

حضرت ایت الله خامنه اي د اوکراین کړکیچ د امریکا د سیاستونو نتیجه وبلله او ټینګار یې وکړ : اوکراین نن سبا د امریکا د کړکیچ د جوړولو د سیاست قرباني شوی دی ځکه چې دا امریکا وه چې د اوکراین په کورنیو مسائیلو کښې یې په لاسوهنې سره د غونډو په ترسره کولو  ، د مخملي او د رنګینې کودتا په رامینځته کولو ، د حکومت د مخالفو کسانو په غونډو کښې د امریکا د سناتورانو په ګډون کولو یې دغه هیواد دغه حد ته ورسوه .

هغه حضرت په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت ثابت دریځ له جنګ سره مخالفت دی وویل ایران د دنیا په هره سیمه کښې  له جنګ ، د خلکو له وژل کیدا او ملتونو د اړونده بیخ بنایانو له تباه کیدا سره مخالف دی .

حضرت ایت الله خامنه اي د امریکا د کړکیچونو د رامینځته کولو ځینو بیلګو ته اشاره وکړه او ویې ویل امریکا د سوریې په ختیځ کښې څه کار لري ؟ ولې د سوریې تیل غلا کوي ؟ ولې په افغانستان کښې د خلکو ملي شتمنۍ غلا کوي او هغه غصب کوي ؟ ولې په لویدیځې اسیا سیمې کښې د صهیونیسټ رژيم د شپې او ورځې د جنایتونو دفاع کوي  او دغه ټول کړکیچونه د بشري حقوقو د دفاع په نوم سره ترسره کوي .؟

هغه حضرت د یمن د خلکو پرضد جنایت د لویدیځ او د امریکا د ګډوډ کړچار بله بیلګه وبلله او ویې ویل اته کاله کیږي چې د یمن په خلکو باندې بمبارې روانې دي خو لویدیځ  هیوادونه نه یوازې دغه بمبارې غندي نه بلکې د یمن د خلکو پرضد د جنایت تبلیغاتي ، رسندوي ، ژبني او حتي عملي ملاتړ او حمایت کوي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i112898

captcha