ایکنا خبری اژانس د الامارات الیوم له قوله راپور راکړ ، په دغو دستورو کې په متحده عربی اماراتو کې د میرمنو دغورځنګ د ټولنې د اداري سورا مشرې خوله سعید النابوده، ددغو سیالیو د ګډون کونکو او غوره کسانو لپاهر وینا وکړه .
هغې ددغو سیالیو ترسره کیدا ، د خداوند رحمان د رضایت په جلبولو او د قرآن کریم په حفظ کې دانګیزې په رامینځةکولو او دغه راز د اسلامی کلتور د ارکانو په پياوړتیا کې مهمې وبللې او ددغو سیالیو دترسره کونکو متولیانو ستاینه اوقدرونه ئې وکړه .
دسیالیو په دغه پړاؤ کې د شارجې د قرآن او عترت د موسیسې فاطمه ابراهمی محمد ابراهیم ، د محمد بن سالم بن بخیت د قرآن کریم دمرکز عائشیه محمد حسین عبدالله البحري ،د مکتوم د قرآن دحفظ د مرکز عائشه السباعي محمد البسیوني ،د راس الخیمه د قرآني علومو او موسیسې طیف سعود محمد کلیب الطنیجي ، د ریاض الصالحین د قرآن د حفظ د مرکز زینب عسکر احمد مسعد محمد او د راس الخیمې دقرآني علومو او د قرآن د موسیسې حور جمال احمد العاجل الطنیجي په شپږو څانګو کې لومړنۍ جایزې وګټلې .