IQNA

د طالبانو حکومت د مخکنيوحکومتي چارواکو د دوسیو تعقیبونه اړینه ګڼي

16:36 - March 03, 2022
د خبر لمبر: 3485485
ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته  حکومت مشر ملامحمد حسن آخند زاده د کابینې په غونډه کې د دغه هیواد د مخکیني حکومت د چارواکو د فساد دوسیو ته په اشارې سره، وویل: لوی څارنوالۍ ته مي دنده  رسپارلې چي د یادو دوسیو تغقیبونه وکړي.

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته  حکومت مشر ملامحمد حسن آخند زاده د کابینې په غونډه کې د دغه هیواد د مخکیني حکومت د چارواکو د فساد دوسیو ته په اشارې سره، وویل: لوی څارنوالۍ ته مي دنده  رسپارلې چي د یادو دوسیو تغقیبونه وکړي.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت سرپرست محمد خالد حنفي  هم په مالي فساد باندې د افغانستان د مخکني حکومت د یو شمېر چارواکو په تورنولو سره، وویل: د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی، د افغانستان د ملی  مصالحې د عالي شورا مخکینی مشر عبدا... عبدا... او د سنا د جرګې مخکینی مشر فضل هادی مسلمیار د دې هیواد د لویو اقتصادي مفسدینو څخه دي.

د افغانستان د مخکني حکومت د چارواکو د اقتصادي فساد د دوسیو په تعقیبونې د طالبانو د حکومت د مشر تاکید په داسي حال کې مطرح شوی دی چي دغې ډلې په افغانستان کې تر واکمنېدو وروسته، د دې هیواد د مخکني حکومت د ټولو چارواکو او کارکوونکو لپاره د عمومي عفوې اعلان کړی دی.

د طالبانو د حکومت له لورې د عمومي عفوې تر اعلان وروسته لا هم د افغانستان په خلکو او رسنیو کې شک او شبهات  پیدا شوې چي ایا په دغه  عامه بخښنه او عفوه کې افغان چارواکي به هم شامل وي؟ خو طالب مشرانو په ډاګه ټينګار کړی ،  چي د دې ډلي د مشر د عمومي عفوې حکم د افغانستان د دولت مخکني چارواکي هم په بر کې نیسي.

په افغانستان کې د طالبانو د مشر د عمومي عفوې له اعلان څخه د شپږو میاشتو په تېرېدو سره، د دې هیواد د مخکنيو چارواکو د قضایي دوسیو د پلټنې په ضرورت د طالبانو د دولت د مشر تاکید، په خلکو کې دا سوچ رامینځته کوي چي دغه ډله په خپلو ژمنو او حکمونو پایبنده نه ده پاتې شوی.

البته د افغانستان د مخکني حکومت د چارواکو هغه ډله چي د طالبانو له واکمنېدو سره بهر ته تللي دي، د طالبانو د مشر د عفوې د فرمان باندې د بې باوری  له امله، افغانستان ته د بیرته  تلو اراده نه لري.

https://www.irna.ir/news/84667779/طا

 

captcha