ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د پارلمان د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیشن مشر وحید جلال زاده د کیوبا د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیسیون له مشرې ماریا یولاندا فرر ګومژ سره په وېډیویي کنفرانس کې د اوکراین حالاتو ته په اشارې سره زیاته کړه: هغه هیوادونه چي نن سبا د اوکراین د جګړې لپاره اوښکي تویوي، ۸ کاله د یمن د بې ګناه ولس او مظلومو ماشومانو د وژلې او جنایاتو په وړاندې چوپتیا غوره کړې وه.
جلال زاده په ایران او کیوبا باندې د امریکې له لوري د لګول شویو بندیزونو په غندلو سره، د امریکې د زور واکۍ په وړاندې د دواړو هیوادونو اتل ولسونه د مقاومت وتلي بیلګې وبللې.
د کوبا د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشرې د دې په بیانولو چي امریکا د نړیوالو قوانینو هیڅ درناوی نه کوي، وویل: په کوبا او ایران باندې د امریکې ظالمانه بندیزونه، د دواړو هیوادونو د لا پیاوړي کېدو سبب ګرځېدلی دی.