IQNA

د پاکستان په پيښور کې دخداي د کور د شهیدانو دجنازو دستورې ترسره شوې

14:33 - March 05, 2022
د خبر لمبر: 3485490
تهران (ایکنا) – د وروستیو راپورونو په اساس د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې د پيښور ښار په کوچه رسالدار کې په امامیه جومات کې د ۶۲ شهیدانو دجنازو دستورې چې د وحشي جنایتکارو په ځان مرګي برید کې شهیدان شوي وو نن په پيښور کې ترسره شوې او خپلو سیمو ته ئې جنازې ولیږدول شوې .

ایکنا خبري آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، د جمعې لمانځه د اداکولو په وخت د پيښور په امامیه جومات کې د خداي په درګاه کې سربسجود لمون ګوزارو باندې د وحشي جنایتکارو په ځان مرګي حملې کې د شهیدانو د جنازو دستورې په پيښور کې ترسره شوې  او  دهغوي جنازې خپلو خپلو زیږنځایونو ته ولیږدول شوې . په دغو دستورو کې  د پاکستان د مذهبی ،سیاسي کلتوري ټولنیزو شخصیّتونو او حکومتي چارواکوپشمول په زرګونو خلکو ګډون درلود.

په راپور کې وئيل شوي چې په دغو  شهیدانو کې یوازې د پاره چنار سیمې د یوشمیر افسرانو پشمول لس کسانو جنازې  هم وې چې نن ئې پاره چنار ته د رسیدو په وخت د پاره چنار سیمې   لسګونو زره خلکو د ګلانوپه پاښلو سره هرکلی وکړ او هوډ ئې وکړ چې د خداي په کور کې د شهید شوو لمونځ ګوزارو  لارې ته به دوام ورکوي ،ځکه دغه لاره حضرت امام حسین علیه السلام دکربلا په میدان کې دماسپښین لمونځ په قایمولو سره مونږ ته رازده کړې ده  او په دغو شهادتونو مونږ ویاړو .

وروستي راپورونه ښئ چې  د پاکستان اهل تشیع او اهل تسنن په یووالی او اتحاد سره ددغو جنازوپه ترسره کولو سره هوډ کړی چې د وحشي ډوله جنایتکارو په ضد به پخپل یووالي او اتحاد سره مبارزه کوي او له خپلو لیکو به دغه ډول وحشیان وباسي  او ورڅخه  د براءت اعلان کوي . د پاکستان حکومتي  چارواکو هم ددغې پيښئې په غندلو سره وئيلي دي ، چې دغه وحشی جنایتکار به له سزا بچ پاتې نشي  او خپل انجام ته به ئې ورسوي . داهم وئيل شوي دي چې ددغه جنایت پړه داعشي تفکیری ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستې ده .

په پيښور کې ددغو شهیدانو د جنازو ددستورو یو شمیر انځورونه هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .

مراسم تشییع شهدای حمله داعش به مسجد شیعیان در پاکستان

https://www.irna.ir/photo/84671248/%

captcha