د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي نن د ورنو دکارلو د ورځې په مناسبت د دوو میوه دارو ونو له لګولو وروسته دپاکو انرژیو دپراختیا په ضرورت په ټینګار سره وفرمائیل ، دایټمي انرژۍ په څير غیر فُسیلي انرژیو پراختیا چې په دنیا کې ورڅخه استفاده ورځ تر بلې په زیاتیدا ده ، اود مونږ دسیمې هیوادونه هم په دې لور دحرکت په حال کې دي ،نو باید بادي او لمریزې یا خورشیدي انرژۍ هم جدي وګڼل شي .
حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي،د ونې لګول یو بشپړ دینی او انقلابی حرکت وبلۀ او زیاته ئې کړه،البته د ونو ساتل هم ډيرمهم کار دی چې باید رعایت شي.
دوي همداراز ژوندی بوټی ، د انسان د دبند ساتونکی او روح بخښونکی او د خدادادي روزۍ او د انساني نسل لپاره یوه هراړخیزه سرچینه وبلله او ټينګار ئې وکړ، په همدې علت د ځنګلونو د بوټو د پوښښونو او ژواک چاپيریال له مینځه وړل ، د ملی ګټو تباه کول دی او له بیړنیو موردونو پرته د ساخت و ساز لپاره د ځنګلونو د ځینو برخو ویرانول ، په چورلټ ډول د ملت په تاوان دي .
حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي ژواک چاپيریال ته د حاشیه اي او د ښکلا نظر په ردولو سره دا موضوع د هیواد یوه تر ټولو اساسی موضوع وبلله او وې وئيل ، د ژواک چاپیریال په ساتنې کې یو جدی کار ،د ملتونو د زیرمه او لولو دوو خزانو ،یعني د اوبو او خاورې ساتل او دغه راز له دوي سره له اصرافه ډک چلندڅخه ډډه کول دي چې په دې زمینې کې مسئولان باید د متخصصانو لارښونو ته پام وکړي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز خلک د ونو کښت او ساتلو ته وبلل او وې وئیل ، ددرستو مهمو کارونو ترسره کول ملی ملاتړ ته اړتیا لري او د ونو لګول هم یو هغه کار دی چې درست خلک د وَنو په لګولو او ساتلو او د ښارونو په داخل او شاوخوا د باغونو اوونو دختمولو په مخنیوی سره ،په هیواد کې د بوټو او وَنو د پوښښ له پراخولو سره مرسته کولی شي .
حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي همداراز د حضرت امام حسین علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت هم په مبارکۍ وئيلو سره د هغه بزرګوار وجود د اهل تشیّع او اهل تسنن پشمول درستومسلمانو ملتونو او دا یران دملت د عشق مرکز وبلۀ .
https://iqna.ir/fa/news/4040692/تخریب-جنگلها-