ایکناخبری اژانس د ټایمز آف عمان له قوله راپور راکړ ، دعمان خبری آژانس په یوه راپور کې وئيلي دي ،د سلطان قابوس په نامې سره د قرآن سیالۍ دکوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ په خوریدا پسې له دوو کلونو وروسته بیا پیلیږي.
د سلطان قابوس دعلم او فرهنګ عالی مرکز په اوو څانګو کې د دقرآن دملی سیالیو د دیرشم پړاؤ د ترسره کیدا خبر ورکړی دی .
دغه مرکز په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ،د نامو د ثبتولو خبرتیا به د www.quran.gov.om ویب پاڼې له لارې صادره شي .
په راپور کې وئيل شوي دي ،مقدماتي سیالس په اګست میاشت کې کیږي او له دې وروسته به نهائي سیالۍ په راتلونکي ستمبر میاشت کې ترسره شي .
همداراز به ددغو سیالیو د غوره کسانو دنامې او د دوي ستاینې اوقدرونې دستورې په دسمبر میاشت کې ترسره شي .
د قرآن حفظ ، قرائت ته دعمان د خلکو هڅول ، د قرآنی نسل روزل ، د قرآن د ممتاز او غوره قاریانو موندل او د قرآن په نړیوالو سیالیو کې د عمان داوسیدونکو قرآني فعالانو د شتون پیاوړتیا ، ددغو سیالیو تر ټولو مهمې موخې دي . دغه سیالۍ په لومړي ځل په درو څانګو کې په ۱۹۹۲کال کې پیل شوي دي .