IQNA

د مینځني ختیځ د امنیت د ساتلو قدرت باید د سیمې خلکو ته وګرځول شي

16:17 - March 07, 2022
د خبر لمبر: 3485502
تهران (ایکنا) -  د چین  خارجه وزیر نن په خبری ناستې کې ووئیل و د  اوکراین  د بحران حل آرامښت ، عقلانیّت او د ملګروملتو د منوشر رعایتولو ته اړتیا لري او په مینځي ختیځ یا لویدیځي آسیا کې  هم د امنیت د  ساتلو قدرت باید دسیمې خلکو ته بیرته وګرځول شي .

 ایکنا خبری اژانس د فارس  له قوله راپور راکړ، د چین خارجه وزیر وانګ یي نن په یوه خبری کنفرانس کې ټينګار وکړ ، د روسیې او اوکراین خبرې اترې باید دوام ومومي  او د اوکراین د بحران حل آرامښت او عقلانیّت ته اړتیا لري
 وانګ یی دغه راز ووئيل نړۍ تر  دې دمه د کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ څخه به شپړ نه دی ژغورل شوی  او اوس  د اوکراین له بحران سره  هم مخامخ  شوې ده، نړیوال  وضعیّت  هماغه شان دپیچلتیا په لور روان دی  او په دې حیاتي پړاؤ کې   هیوادونه باید د تفرقې او درز په ځاي  له یوه بل سره پیوستون ولرل شي او  د ښکیلیدا او ډغرې په ځاي دې   دخبرواترو کونکي شي .

دچین خارجه وزیر په دوام کې ټينګارکړی ،چین یو ستر او مسئولیت منونکی هیواد دی،او څو اړخیز پالنې ته به د هیوادونو هڅونې ته هماغه راز دوام ورکړي  او له سوله غواړو  هیوادونو سره یو ځاي   د ملګرتیاد نړیوالې پراختیا غوښته کوي .

https://www.farsnews.ir/news/14001216000354/پکن-

captcha