ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) یو پاک لمسی او د امامت او ولایت د آسمان څلورم ځلانده ستوری حضرت امام زین العابدین علیه السلام چې تر ټولو مشهور لقب ئې سجاد دی،د دیرشم هجري قمري کال د شعبان د میاشتې په پنځمه نیټه په مدینې منورې کې نړۍ ته سترګې رڼې کړي .
حضرت امام سجاد علیه السلام د کربلاپه پاڅون کې د خپل پلار حضرت امام حسین علیه السلام د الهي پیغام او سوچه محمدي اسلام چغه د نړۍ درستو عالمینو ته ورسوله او پخپلو خطبو او دعاګانو سره ئې
حضرت امام سجاد ع په ټولو ښکاره انساني صفتونو ، اخلاقو او فضلیت کښې کمال ته رسیدلی وو او په خپل وخت کښې ترټولو ستر ، پرهیزګار ، صبرناک او تر ټولو محترم کس ګڼل کیده او هغه حضرت ګویا او فصیح ژبه او ښه اخلاق درلودل .
حضرت امام سجاد علیه السلام په خلکو ډیر مهربانه وو او له بې وزله او اړمنو خلکو سره به یې ډیرې مرستې کولې .
د ایکناخبری اژانس درست کارکونکي پد شعبانیه اخترونو په مناسبت یوځل بیا د نړۍ درستو پتمنو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي