ایکناخبری آژانس راپور راکړ ، بیګانیمه شپه یعني د شپې یوې بحې او شل منټو باندې دعراق په کردستان سیمې کې په اربیل کې په څو سیمو دغه توغندي ورول شوي دي .
راپورونه ښئ چې د اربیل هوائي ډګر په شاوخوا کې او دغه راز په اربیل کې د امریکائي کونسلګرۍ سره نزدې څوارلس توغندي لګیدلي دي .په راپورونو کې وئيل شوي دي ، چې ددغه ښار په شمال کې د امریکا دکونلسلګرۍ جوړیدونکی ودانۍ او دغه راز د کردستان ۲۴ټيلویژنی چینل سټیشن هم ددغو توغندیو په شیشت کې ورغلی دی .
همداارز دایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، چې سهار وختي شل منټه د پاسه یوه بجه ئې د عراق د حکومت په خبرولو سره په اربیل کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د موساد جاسوسي ادارې دوه مرکزونه په شیشت کې راوستي او درندۀ تاوانونه ئې وراوړولي دي او دا عملیات څو ورځې مخکې د سورئې د دمشق په شاوخوا کې د ایران د سلاکارۍ پر یوه ټیم د اسرائیلو د توغندوي حملې په غچ کې ترسره شوي دي .
په دغې اعلامیې کې خبرداری ورکړل شوی دی ، هرډول شرغواړی اقدام به د سپاه پاسدارانو له سختو ،پریکنده او تباه کونکو ځوابونو سره مخ شي
https://iqna.ir/fa/news/4042480/واکنشها-ب