ایکنا خبری اژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د ملګروملتو د کډوالو د ادارې لوړ کمیشنر فیلیپو ګرانډي نن سهار په یولړ څرګندونو کې ووئيل د ترکیې په آنتالیا کې درستو ګډون کونکو موافقه کړې ده چې باید د اوکراین دترینګلتیاؤ په خاطر دې د افغانستان بحران هیر نشي .
ګرنډي همداراز پخپل یوه ټولنیز پیغام کې هم لیکلی دي،د اوکراین د ترینګلو حالاتو سره سره،نور بحرانونه،دهغو د انساني غمیزوحالات باید هیر نشي او باید د افغانستان ترینګلی حالات هیڅکله هم هیر نشي .زه غواړم افغانستان ته لاړ شم،هغه ځاي ته چې په میلیونونو خلک د خبلو اساسی اړتیاؤ د پوره کولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي .
د آئي آر سي په نامې سره د نجات نړیوالې ادارې هم تیره اونۍ وئيلي وو،چې په اوکراین کې له نښتو او کډه په سرکیدا سره سره،دنیا باید دافغانستان بحران او انساني ناؤرین هیر نه کړي او که د یوې شخړې لپاره د نړۍ په بل ځاي کې ناؤرین هیر شي،نو دا یوه ستره انساني غمیزه رامینځةکولی شي.