IQNA

د مسلمان فیلسوف په حکمت کې  د قرآن کریم ځائيګی له ورایه ښکاري

15:37 - March 15, 2022
د خبر لمبر: 3485538
تهران (ایکنا) – سهروردي یو هغه مسلمان فیلسوف دی چې دهغه په فکري نظام کې حکمت ته الهی نظر ،ځانګړی ځاي لري او قرآني مضمونونو عقلانی رزونې د هغه په آثارو کې لیدل کیدلی شي .

ایکنا خبری اژانس راپور راکړ، د ایران د فلسفې او حکمت د ټولنې پخواني مشر او د فلسفې یو استاد غلام رضا اعواني په تهران کې په ؛چرا سهروردي .؟ په نامې سره په سیمنار کې په اسلامی نړۍ کې د فلسفي مکتبونوڅخه دیوه په توګهد حکمت اشراق معرفی کولو ته مخه کړه چې ورباندې ئې ډير بحث او ارزونې وکړې .

 په اسلامی نړۍ کې یوازې درې یا څلور فلسفی مکتب لرو،لکه چې په یونان کې هم اکثر مکتبونه  سقراط ته رسیږي چې پکې د مشاء مکتب، اشراق مکتب او د حکمت متعالیه مکتب  شامل دي .البته که  نظري عرفان هم ورزیات شي ، نو څلور مکتبونه کیږي .د سهروردي  داهمیّت فهم لپاره باید  دهغه ژوند پړاؤ ته وکتل شي.سهروردي  په یویشتمې پيړۍ کې او له اوسمهاله ودې سره  ژوند کاوه  او  له هغه پنځه څلویښت کاله مخکې،غزالي د؛تهافت الفلاسفه ؛د کتابونو په لیکلو سره ، فلسفه تکفیر کړې وه او سمه لاره ئې عرفان معرفي کاوۀ..ابن رشد د ارسطو احیاءکونکی او د ابن سینا سره مخالف ؤ . پردې اساس،لویدیځي نړۍ د ابن رشد وارثه وه او د ابن رشد  لیدتوګې دودیدا سبب شوې  دین له حکمته جلا کړي .

پردې اساس سهروردي هغه کس ؤ چې  فلسفه ئې د غزالي  او ابن رشد د تفکر له سلطې وژغورله.هغه حکمت ژوندی کړ .ارسطو په دې اند ؤ ، فلسفه یوناني  ده او نن سبا هم د فلسفې درست کتابونه  همدغه وائي.اتفاقاسهروردي  یوه نظریه مطرح کړه چې په تاریخ کې فلسفه  اهمیّت لري .. دوي د حکمت اشراق نومې کتاب په پیل کې وائي ،هرڅوک چې د حقیقت په لټون کې شي،نو له ؛الهي نوره ؛ استفاده حکمت لري:هغه د ارسطو نظریه ردوي او وائي،علم یوه قوم ته وقف شوی نه دی چې لامل شي،د نورو قومونو لپاره دملکوت دریچه  یا کړکۍ بنده شي .هغه همداراز په دې اند دی چې  خداوندمتعال جواد المطلق دی اوبخل نه لري چې علم له  ملتونو وغړوي  او ورپه برخه ئې نه  کړي .  

سهروردي  په دې اړه له قرآن کریمه هم استدلالونه راوړي .

د سهرودي له نظره ،انسان د حکمت په ترلاسه کولو کې که تزکّیې ته ونه رسیږي ،نو ناکامیږي .په اوسنیو دودو لیدتوګو کې،د نړۍ فهم او پوهیدا ،بدني ځانګړنو ته په  پام سره ترسره کیږي. په داسې حال کې چې د سهروردي له نظره،د چارو د څرنګوالي په ټاکنې کې بدني ځانګړنې کافي نه دي او دا ملکوت ته رسیږي .هغه بیا بیانوي،چې انسان څرنګه په غربت یا مسافرت کې ښکیل شوی او څرنګه د حکمت او الهي علم له لارې ورڅخه نجات موندلی شي.باید د حکمت له لارې له دغه مسافرته نجات پيدا کړو او خپل اصلي وطن ته بیرته وګرځو،پيغمبر اکرم (ص) فرمائي ،؛ حبُ الوطن مِنّ الایمان ٔ

شهاب الدین سهرودي (۱۱۵۴....۱۱۹۱میلادي) په شیخ اشراق مشهور ؤ او د زنجان اوسیدونکی ؤ او د ایران دتاریخ یو ترټولو سترفلسفي دی چې  د لرغوني ایران خسرواني حکمت ئې احیاء کړ .قرآني،عرفاني،فلسفي ، اخلاقي او فقهي  مضمونونه،د هغه د آثارو تر ټولو اصلي محتوا جوړوي .

 https://iqna.ir/fa/news/4035259

captcha