ایکناخبري آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی نن په اسلام اباد کې په یوې خبري ناستې کې، دد وحدت ،عدالت او پراختیا لپاره مشارت ، د اسلام اباد په کوربتوب سره د اسلامی ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د راتلونکی اته څلویښتمې غونډې اصلي شعار په توګه معرفی کړ او وې وئيل ، د فلسطین پر وضعیّت غور کول ، له اسلامه د ویرولو له پروسې سره مقابله ، او ددکشمیر پشمول د مسلمانو ملتونو له حقوقو څخه دفاع به د اسلامی ملګرتیا موسیسې د راتلونکي مهمې غونډې موخې وي .
دپاکستان خارجه وزیر ووئيل ، د اسلامی هیوادونو د خارجه وزیرانو اته څلویښتمه غونډه په یوې ډیر حساس وخت کې ترسره کیږي ،ځکه د نړۍ په مختلفو سیمو کې له اسلامه د ویرولو د سپیرې ښکارندې د دوام ، د مسلمانانو دسپکاویو ،په تیره بیا له حجاب او ستر سره دمقابلې ، دافغانستان دمظلوم ولس د مشکلاتو او کړاؤنو ، د فلسطین په شمول په سیمې د نیواکګریو د دوام او د کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ چیلنجونو سره لاس او ګریوان یوو .
شاه محمود قریشي له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو د عادي کولو او یا د یمن په ضد د پریکړه لیکونو دمسودې دبرابرولو داحتمال په پاب د پوښتنو په ځواب کې هم ووئيل ، هیڅ یو هیواد له پاکستانه د اسرائيلو په باب د پریکړه لریک پشمول ددغه شان مسئلو غوښته نه ده کړې او د یمن په باب هم داسې څه مطرح نه دي ، البته د خپلواکه او آزادو هیوادونو په توګه د اسلامی ملګرتیا موسیسې غړي هیوادونه ، د پریکړه لیکونو دمطرح کولو اجازت لري ، چې هرډول تصویبیدا ئې ارزونې او د نورو غړو دنظرونو آوریدو ته اړتیا لري .
هغه په ډاګه کړه ،له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو دعادي کیدا دبحث په ضد د پاکستان دریځ بدل شوی نه دی اودغه هیواد د فلسطین د چورلټ ملاتړ کولو سره ، د فلسطین اوکشمیر له خلکو سره د مرستې لپاره او د مسلمان امت د نورو مشکلاتو په وړاندې د پراخو عملی ګامونو په پورته کولو پسې دی .
د پاکستان خارجه وزیر ووئیل ، داسلامی ملګرتیاموسیسې په راتلونکي ناستې کې چې ټاکل شوې ده ، د مارچ په ۲۲ او ۲۳ په اسلام اباد کې ترسره شي ، د وزیرانو په سویه د ۴۸ پلاؤ ګډون قطعي شوی دی .