ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ عمومی قوماندان جنرل سيد عبدالرحيم موسوي د فوځ د درجه دارۍ د تربيتي مرکزونو د ګډ فوځي ټولن مننې د اومې دورې په وروستيو مراسمو کښې په دې باندې باندې په ټينګار سره چې اسلامي ايران سولوړی او کلک ولاړدی اوهيچا ته به کلنګ ورنه کړي، وويل: اسلامي انقلاب دا وس لري چې د سلطې نظام داقتدار له تخت لاندې راوغورځوي.
هغه زياته کړه، د متدّينو، انقلابي او ولوله ناکو ځوانانو شتون د ايران د اسلامي انقلاب او اسلامي جمهوريت او د دې ستر ملت د عظمت نښته ده.
جنرل موسوي همدارنګ ووويل، اسلامي انقلاب او اسلامي جمهوريت
دا وس هم لري چې د يو نوي اسلامي تمدن د بنياد په اېښودو سره د بشريت د هغه يوازيني ژغورونکي حضرت امام مهدي (ع) د ظهور او د عدل او انصاف د ټينګښت زمينه برابره کړي