IQNA

د نوروز نیکمرغه اختر او بډاي جشن د ایران او پاکستان د ګډکلتوربیلګه دی

15:23 - March 17, 2022
د خبر لمبر: 3485549
تهران (ایکنا) –د پاکستان په پنډۍ ښار کې د ایران د کلتوري خونې مشر او فرهنګي سلایار د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د تمدني او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره ووئیل ، د نوروز لرغوني پيښه  چې په پاکستان کې د په جشن بهاران مشهور دی ، د ایران او پاکستان د ګډه کلتوري بیلګه شمیرل کیږي .

ایکناخبري آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ، په پنډۍ ښار کې د ایران د کلتورخونې مشر فرامرز رحمان زاد د پنجاب  صوبې د کلتور اونۍ د نندارتون په دستورو کې د دواړو هیوادونو ترمینځ ګډو تمدنی او کلتوری ګډولو ته په اشارې سره د ایران او پاکستان ترمینځ د ګد، کلتوری مشترکاتو په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل په هرو دو هیوادونو کې ځای کلتور او تمدن د اسلامي باورونو په دلیل ډیر بډایه دی . هغه ووئیل ، په ایران کې د نوروز جشن  چې  د پاکستان په زیاترو سیمو کې   په ډیر پرتم سره لمانځل کیږي  او  د پسرلي پیل ئې ګڼي ، د ایران  یو لرغونی او مخ په پراختیا  جشن دی  چې په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم په پرتم سره لمانځل کیږي .

په پاکستان کې  د ایران سلایار دخپلو خبرو په دوام کې  د ایران او پاکستان  ترمینځ د کلتوري ګډو فعالیتونو اومبادلاتو په ضرورت ټینګار وکړ او وې وئيل ،  د هردواړو هیوادونو  ځاي تمدن او کلتور د اسلامی باؤرونوپه دلیل له ډيرو بدائو  چارو برخمن دی .

د  پاکستان د  پنډۍ ښار د کلتوری شورا یوې مشرې ناهید احمد هم د ایران او پاکستان د ګډ کلتور میراث د عظیمې پانګې په توګه یاد کړاو ویې ویل د پنجاب صوبې د پینځو سیندونو په دلیل پنج اب باندې مشهور دې او دغه ټاټوبی د حاصل خیزۍ په دلیل د تاریخ په اوږدو کې ستر تمدنونه لیدلي دي چی له ایرانی کلتور او فارسی ژبې په اغیزشیندلو سره د غوړیدا اوج ته ورسید .

همداراز د  علامه اقبال د افکارو د غوړیدو  د ټولنې مشر ملک عبدالصبور ، د پاکستان د زده کړې د برخې   یوه مسئول  رئوف حنیف  او همداراز د یو شمیر نورو کلتوري او فرهنګي  شخصیّتونو پخپلو څرګندونو کې د پاکستان له حکومته  وغوښتل  د دوو مسلمانو او ګاونډیو هیوادنونو ترمنیځ د ولسی ارتباطاتو او د متقابلو  هنري او کلتوري  تعاملاتو د پیاوړتیا لپاره  د زمینې لازمې آسانتیاوې   برابرې کړي .

https://www.irna.ir/news/84687891/نوروز-نماد-

captcha