IQNA

په یمن کې په جنګ کې کابو لس زره ماشومان وژل شوي دي

16:15 - March 17, 2022
د خبر لمبر: 3485551
تهران (ایکنا)- د ملګروملتو سرمنشي آنتو نیوګوتریش د یمن لپاره د مالی مرستو دغونډولو لپاره په یوه ویډیوئي کنفرانس کې ووئیل،د جنګ له امله په یمن کې د لس زره ماشومانو پشمول  په لسګونو زره غیرپوځي خلک وژل شوي او په عین حال کې په میلیونونو خلک کډه په سرشوي هم دي ، چې باید هره ورځ د ژوندي پاتیکیدو لپاره مبارزه وکړي .

 ایکنا خبری آژانس د العالم له قوله راپور راکړ،انتو نیو ګوتریش  پخبلې دغې ویډیوئي وینا کې  ووئیل ،  دغه وضعیّت  له یمن سره د مرستو د  مرستو لپاره د بودجې په کمیدا سره بدتر شوی او د خواړو نړیوال پروګرام د بودجې د کمښت په دلیل مجبوره دی چې  خوراکي مواد تر نیمه اندازه کم کړي او دا  کمیدا به دوام وکړي .

 ګوتریش خبرداری ورکړ ، چې په همداوروستیو کې د  اته میلیون یمن والو د  خوراکي  موادو ونډه  د بودجې  دکمښت  په علت ده چې په ځان پسې ډيرې ورانونکي پایلې لري .

د ملګرو ملتو  په دوام کې ووئيل ، ممکنه ده  په راتلونکو څو اونیو کې  دیمن په سترو ښارونو کې  کابوڅلور میلیون خلک د څښاک سالمو اوبو ته  له لاس رسي محرومیږي .همداراز ممکنه ده د یمن یو میلیون انجونې او ښځې هم پر جنسیّت مشتملو تاؤتریخوالو سره او روغتیائي خدماتو ته له لاس رسي محرومه شي .

ملګروملتو  اعلان کړی دی،چې په یمن کې د اولس اعشاریه درې میلون خلکو سره دمرستې لپاره  څلور اعشاریه اوویشت میلیون ډالري بودجې ته اړتیا لري .

https://iqna.ir/fa/news/4043732/دبیرکل-سازمان-مل

captcha