ایکناخبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر پرون په دمشق کې د سورئې له خارجه وزیر فیصل المقداد سره له کتنې او خبرو اترو وروسته ووئيل که امریکا حقیقت پال چلند وکړي ، نو تیار یو ، په نزدې راتلونکي کې په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ګډ کمیشن د غړو خارجه وزیرانو په شتون سره موافقه نهائي کړو .
د ایران خارجه وزیر زیاته کړه ، دسورئې له ولسمشر بشار اسد ،خارجه وزیر فیصل المقداد او ددغه هیواد د ملی امنیت د دفتر له مشر علی مملوک سره مو په دمشق کې ډيرې ښې او مهمې خبرې اترې کړي او د دوواړخیزو اړیکو، سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په باب مو بحث او ارزونې کړي دی .
امیرعبداللهیان همداراز ووئيل ،په دې چې ځينی عرب هیوادونه له سورئې سره داړیکو عادي کولو سره دلچسپي لري،هرکلی ئې کوو او پرې خوښ یوو .
د ایران خارجه وزیر دغه راز جوته کړه ،د یمن د حالاتو پشمول دځينو سیمه ایزو موضوعګانو په باب مو هم خبرې وکړې او د درستو یمن والو لورو ترمنیځ د خبرواترو او د اور بند د ټينګیدا او د انساني کلابندۍ د لغوه کیدا هرکلی کوو .
وروستي راپورونه ښئ چې دایران خارجه وزیر د سورئې له لوړپوړو چارواکو سره له لیدوکاتو وروسته لبنان ته په رسمي سفر خوځيدلی دی .