ایکناخبری آژانس راپور راکړ، په دغو دستورو کې چې د انګلستان په اسلامی مرکز کې ترسره شو ،د څو قاریانو پر تلاؤت سربیره څو ویناوالو په انګریزي او عربی ژبو کې د ډاکټر علی الاوسي دعلمي او روزنیزو خدماتو او ځانګړنو درنښت او دهغه په باب ئې څرګندونې وکړې .
په انګلستان کې د ولی فقیه استازي حجةالاسلام سید هاشم موسوي په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې د ګډون کونکو میلمنو په قدرونې سره چې د انګلستان د اسلامی مرکز دکارکونکو په غم کې شریک شول ووئيل ، ډاکټر علی الاوسي دمونږ لپاره یواې یو همکار نه ؤ ، بلکې د مونږ لپاره ئې قرآني علم او اخلاق درس او لویه پانګه وه او د قرآن کریم په خدمت کې دهغه خلوص او فعالیتونو باندې به دخداوندمتعال له خوا سترګې پټې نه شي .
د انګلستان د اسلامی مرکز مشر زیاته کړه ، خداي بخښلی علی الاوسي د انګلستان په اسلامی مرکز کې څه دپاسه تر دوو لسیزو پورې خدمتونه وکړل ،د قرآني او دیني علومو په ډګر کې ئې ډير شاګردان وروزل او د قرآن په لاره کې دهغه مجاهدتونو د هغه شخصیّت او څيره، دهغه په مینه والو او شاګردانو کې تل پاتې کړې ده .
د وئيلو ده ډاکټرعلی رمضان الاوسي، د لندن د اسلامی علومو او د نړیوال پوهنتون استاد او په انګلستان کې دعراق د قرآني چارو څيړاند ؤ چې د کب د میاشتې په شپاړسمه نیټه د یوې ناروغۍ له امله په لندن کې په حق ورسید .
خداي بخښلي الاوسي تل د اسلامی مذهبونو ترمینځ د نزدیکت بیرغ رپولی او څو ځله هغه ته د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ دنزدیکت د کنفرانس مسئولیّتونه سپارل شوي وو .
یاد او خاطره ئې تل ژوندئ
https://iqna.ir/fa/news/4044825/%D