ایکناخبری اژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ ،دایران دخارجه وزارت د سټراټژيکومطالعاتو د شورا مشر سید کمال خرازي د ۲۰۲۲کال په دوحې غونډې کې پخپلې وینا کې دې ته په اشارې سره چې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دامریکا وتل ، ددغې موافقې په چوکاټ کې د ایران دژمنتیاؤ دسوئې د کمیدا سبب شوي ووئيل ، حتی اروپایانو هم له اوباما وروسته او کرغیړن ټرمپ په پړاؤ کې او له هغه مهال چې هغه له دغې نړیوالې ایټمي موافقې ووت، د مشکلاتو دختمولو لپاره هیڅ کار ونه کړ.
کمال خرازي زیاته کړې ، دوي ژمنې کړې چې د ثانویه بندیزنو په وړاندې له اروپائی شرکتونو څخه دملاتړ لپاره په اروپائي قوانینو کې خاص قواعد ولرل شي ، خو هیڅ کار ئې ونه کړ ، اینسټکس سسټم ئې رامینځةکړ ، خو هیڅ فعالیت ئې نه درلود.
د ایران دبهرنیو اړیکو د ستراټژيکې شورا مشر همداراز ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا باؤر مو کیږي ، چې واشنګټن د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران د ترهه ګرو ډلو له لیسټه وباسي ، ووئيل ، سپاه پاسداران باید له دغه لیسټه وویستل شي او دا یوازینی مشکل نه دی ، څه دپاسه پنځه سوه ایراني شخصیّتونه او اورګانونه دامریکا دبندیزونو په لیسټ کې دي،چې له دوي یوه برخه د ایران او لویدیځ پر اړیکو نیغ په نیغه اغیزې لري .
کمال خرازي ددې خبرې په کولو سره چې سپاه پاسداران یوملی پوځ دی او ملی پوځ دې ترهه ګره ډله ونه پيژندل شي ، ټينګار وکړ، دا د ایرانیانو لپاره ډیره مهمه ده چې سپاه پاسداران له دغه تور لیسټه وویستل شی، خو دا یوازینۍ موضوع نه ده ، نوره موضوعګانې هم شته چې په هغو کې تضمینونو او ځینو نورو موضوعګانو ته اشاره کولی شو .