IQNA

د افغانستان ګاونډیان ددې لپاره نه دي غونډشوي چې دافغانانو په ځاي فیصله وکړي

12:37 - March 31, 2022
د خبر لمبر: 3485619
تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان  د چین په تونشي ښار کې دافغانستان د ګاونډیانو په دریمې غونډې کې پخپلې وینا کې په افغانستان کې د  یوه ملی ټولشموله حکومت د یوه سیمه ایز داخلی میکانزم جوړیدا ضروري وبلله .

ایکناخبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ، د ایران ، پاکستان ،چین ،ترکمنستان ،ازبکستان ،روسیې ،تاجیکستان  او قطر د خارجه وزیرانو او چارواکو په شتون سره د افغانستان د ګاونډیانو دریمه غونډه دچین په تونشي ښار کې  پرون پیل شوي او نن وروستیو کې به پاي ته ورسیږي .

 حسین امیر عبداللهیان  په دغې ناستې کې ووئيل ، د افغانستان د مشکلاتو ریښه  ددغه هیواد په اوږدمهاله نیواک او د امریکا او نیواکګرو په غلطو سیاستونو کې وبلله او دغه راز ئې ووئيل ،د افغانستان اوږدمهاله  نیواک نه یوازې ددغه هیواد له پراختیا سره کومه مرسته ونه کړه ، بلکې یو ډول ئې  اړوندوالی پکې رامینځةکړ ،چې لامل شوی،د نیواکګرانو په شاتګ سره،ئې سیاسی او اقتصادي بیخ بینایانې هم  ونړیږي او د افغانستان مظلوم ولس دتل په شان تر ټولو زیات بایلونکي او ددغه وضعیّت قرباني شي .

د ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې په افغانستان کې د ترهه ګرۍ او دپراختیا خطره ئې جدي ده او په دغې سپیرې ښکارندې کې  د امریکا د پلۀ پل لیدل کیږي ، روښانه کړه ؛ اوس امریکا دافغانستان په بیا رغاونې کې د ګډون خبره نه کوي ،په داسې حال کې چې دغه هیواد ئې تر شلو کلونو پورې په نیواک کې ؤ  او له ولس سره ئې په مرستې کې هیڅ اقدام ونه کړ .

 امیر عبداللهیان وړاندیز وکړ،د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د ترهه ګر ضد سیاست دغږملولو لپاره په یوه خپلواکه موجودیّت سره د موجودو ادارو په چوکاټ کې یوه مشخصه امنیتی لاره چاره رامینځةشي څو په دې زمینې کې دهیوادونو ډله ایز اقدامات او اطلاعاتو مبادله آسان او په سمه ئې مدیریّت وشي .د ایران خارجه وزیر همداراز ووئيل،د ملی ټولشموله حکومت له جوړیدا سره سم د افغانستان د ولس دملاتړ په موخې سره دې د مالي بسپنې جوړیدا یو ضرورت دی،زمونږ تمه دا ده چې د افغانستان سرپرست واکمن لوری دې په دې لړ کې لازیات عملی ګامونه پورته کړي.

https://www.farsnews.ir/news/14010111000068/امیرعبدا 

captcha