کوچنی اختر په ټولې اسلامي نړۍ کښې د یوه(۱) تر ټولو مهم اختر په توګه له ډیر اهمیت څخه برخور دی او مسلمانان د یوې(۱) میاشتې روژې د ختمیدا په نښه دغه اختر لمانځي .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه(۱) راپور کښې د کوچني اختر په ورځو کښې د مسلمانانو جشنونو ته پام کړی دی .
روان کال مسلمانانو په ټوله دنیا کښې د کوچني اختر مراسم ترسره کړل چې معمولا په ګډه د اختر لمونځ په کولو ، له یوبل سره یوځاې کینستلو ، د خواړو په خوړلو او د نویو جامو په اغوستلو سره ترسره شول .
د روان کال د کوچني اختر دستورې په نړیواله سویه د خوراکي شیانو د بیو د زیاتیدا په سیوري کښې چې د اوکراین په جنګ سره نورې ډیرې شوي دي په داسې حال کښې ترسره شوې چې ډیرې مسلمانان همدا اوس کلکه اراده لري په خپلو هیوادونو کښې د کورونا له محدودیتونو سره سره د کوچني اختر له چټیانو خوند واخلي .
د جنوب ختیځې اسیا په ترټولو ستر جومات چې په انډونیزیا هیواد کښې دی په لسګونو زره مسلمانانو په تیرې دوشنبې ورځ د کوچني اختر په لمانځه کښې ګډون وکړ .
د انډونیزیا هیواد په پلازمینې جاکارتا کښې د استقلال جامع جومات په دوه زره شلم(۲۰۲۰) میلادي کال کښې د کورونا ویروس د خپریدا په وجه تړل شوی و .
په اوکراین کښې جنګ او د روسیې پرضد بایکاټونه هم د غلو دانو او هم د کیمیاوي سرو په وړاندې کیدا کښې د ګډوډۍ او د خوراکي شیانو د بیو د ډیر زیاتیدا سبب شوي دي .
د بیلګې په توګه یوشمیر هیوادونه چې اکثره پکښې مسلمانان دي د غنمو د واردولو لپاره په روسيې او اوکراین باندې متکي دي .
د افغانستان خلکو هم د طالبانو له سلطې وروسته په ډیرو بدو امنیتي او اقتصادي شرایطو کښې کوچنی اختر ولمانځه .
اکثره خلکو ډير احتیاط کاوه ، خو په سختو امنیتي تدبیرونو کښې په تیرې یکشنبې ورځ چې په افغانستان کښې چټي وه د کوچني اختر د لمانځه لپاره د کابل تر ټولو ستر جومات ته ورغلل .
په افغانستان کښې پرله پسې بم چاودنو کوچني اختر ته نږدې ورځې ناامنه کړي وې .
د دغو بم چاودنو او حملو اکثره مسوولیتونه داعش ډلې پرغاړه اخیستي دي او دغه حملې د هزاره قوم پرضد چې اکثره غړي يې دي شیعه دي شوي دي .
د افغانستان ډیرو خلکو دغه خبره کوله چې د کوچني اختر په لمانځه کښې ګډون کول خطر لري او که نه .
په هندوستان کښې د دغه هیواد مسلمانان د هندو سرزورو ملي پالو ډلو له فعالیت څخه چې مودې مودې کیږي د مسلمانانو ضد د دریځونو ملاتړ کوي او په دوې کښې ځینې ډلې هندوان د مسلمانانو پرضد لمسوي کړیږي .
په هندوستان کښې په روژې میاشت کښې شخړې په تاوتریخوالي بدلې شوې او هندو ډلو او مسلمانانو په یوبل کاڼي وویشتل .
د هندوستان مسلمانو خطیبانو مومنانو ته خبرداری ورکړی دی چې د کوچني اختر په ورځو کښې هوښیار ووسي .
له دې سره سره په نورو ډیرو هیوادونو کښې زیات مسلمانان د کوچني اختر د مراسمو په ترسره کولو چې د کورونا ویروس د محدودیتونو په دلیل ګډوډ شوي وو خوشحاله دي .
د انډونیزیا په میلیونونو خلک له کوچني اختر مخکې په اوورګاډو ، بسونو او کشتیو کښې ناست دي او له سترو ښارونو نورو ځایونو ته ځي چې له خپلو کورنیو سره یوځاې د نړۍ د دغه ګڼ نفوسه هیواد په کلیو کښې کوچنی اختر ولمانځي .
د مالیزیا هیواد مسلمانان هم د خپل هیواد د سرحدونو په کامل ډول له بیرته پرانیستل کیدا او د کورونا ویروس د محدودیتونو په کمیدا سره د جشن د ترسره کولو په حال کښې دي .
د مالیزیا هیواد بازارونه او د خرید مرکزونه د کوچني اختر د لمانځل کیدا په درشل کښې له خلکو ډک دي او ډیرې خلک خپلو کلیو او ښارونو ته ورځي .
https://iqna.ir/fa/news/4054397