IQNA

جنت ته ورننوتل داسې انعام دی چې په نړۍ کښې د سختۍ په زغملو سره ترلاسه کیږي

15:21 - May 06, 2022
د خبر لمبر: 3485755
تهران( ایکنا)-جنت ته ورننوتل داسې انعام دی چې په نړۍ کښې د سختۍ په زغملو سره ترلاسه کیږي .دا داسې مشهوره لیدتوګه ده چې په الهي او دیني کتنه کښې د دنیا د کړاونو د زغملو لپاره مطرح شوي دي .خو ایا له دې پرته بله لاره شته؟

د اسلامي کلام نظرخاوند حجت الاسلام و المسلمین رضا برنجکار د الهي الهیاتو له کانفرنس څخه په مخکې غونډه کښې د کړاو د الهیاتو او د سټراټیژیک کلام په هکله یو شمیر بحثونه وکړل چې په دوام کښې لولو: عملي الهیات اراده لري هغه کړاو چې په وګړي کښې احساس کیږي کنټرول کړي او له هغه سره مرسته وکړي چې دغه کړاو مدیریت کاندي.
دغه کړچار د طب د علم په شان دی چې د ناروغه کس درد معلوموي اوله درد سره متناسب درمل هغه ته ورکوي او دغه درمل عملي الهیاتو ته ورته دي.
دنیوي خیر او شرد ځان پرضد د بدلیدا وړتیا لري او ممکن دی په نهایت کښې د انسان په ګټه یا تاوان سر ته ورسیږي.
قران کریم فرمائیلي دي :كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَنْ تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
پر تاسو باندې کار زار واجب شوی دی په داسې حال کښې چې د تاسو لپاره نا ګوار دی او یو وخت یو شی چې د تاسو خوښ نه دی او هغه د تاسو لپاره ښه دی اوځینو وختونه یو شی د تاسو خوښ دی خو هغه د تاسو لپاره بد دی او خدای پوهیږي او تاسو نه پوهیږئ»(سوره۲ بقره ایه۲۱۶)
د الهي سزاګانو فلسفه:
د الهي سزاګانو هدف د انسان راویښول او د خدای لور ته د هغه ورستنیدل دي.
د قران په ځینو ایتونو کښې ویل شوي دي د هغه څه په وجه چې د انسانانو لاسونو برابر کړي دي په وچه او سمندر کښې فساد راڅرګند شوی دی چې د ځینو شیانو چې ترسره کړي یې دي سزا هغوې ته ورکړي چې بیرته ورستانه شي» د ځینو سزاګانو علت په خپله د انسانانو فساد کول دي او البته نهايي هدف د خدای لور ته د انسان ورستنیدل دي. البته هغه کړاونه چې د سزاګانو لپاره نه دي هم یو شمیر حکمتونه لري لکه عام حکمت، د ایمان سنجول او کله نه کله د انسان روحي او معنوي لوړتیا.
دې ته ځواب دا دی چې نه د دنیا کړاو غواړي او نه بهشت غواړي. ممکنه ده چې څوک ووايي چې نه د دنیا کړاو غواړي او نه جنت . لومړی دا چې د بهشت لاس ته راوړل اسان دي، خو که چیرې جنت هم نه وي،مونږ په نشتوالي باندې له کړاو او خوند سره یو ځایې ژوند ته ترجیح ورکوو.
ټول بشر حتی ملحد کسان هم په کړاو او درد سره ژوند کوي او په ملحدو کسانو کښې هم له محدود شمیر کسانو پرته څوک خودکشۍ نه کوي.
مونږ د وجود فضا ته ورغورځول شوي یوو، مخ ته دوې(۲) لارې لرو؛یوه لاره دا ده چې هڅه وکړوخوند زیات کړو اوعذاب کم کړواو بله لاره دا ده چې د کړاو په وخت اعتراض وکړواو نا هیلي شو. اوس که چیرې خدای ته چاره وروسپاروپه بله دنیا کښې هم د ښه ژوند زیری ورزیاتیږي.

4036074

captcha