IQNA

د جماعت لمونځ د مسلمانانو د ډله ییز هویت او د فردي عبادت نښه دی

14:32 - May 10, 2022
د خبر لمبر: 3485782
تهران(ایکنا)- په کوټلیو او ګڼو صفونو کښې د جماعت یعني د جمعې د لمانځه د ادا کولو لپاره د دیني متنونو بیا بیا سپارښتنه د عبادت په ټولنیزو اړخونو ، د مومنانو د غونډو په بڼه خپلیدا او د هغوې د ډله ییز هویت په لوړتیا باندې ټینګار دی .

په قران کریم کښې راغلي دي : وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ»(بقره /۴۳) دا چې ټینګار شوی دی «وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ»

د جماعت یعني په جمع د لمانځه د ترسره کولو سپارښتنه شوي ده .

د لمانځه په ارتباط بیلابیلې سپارښتنې شوي دي چې یوه(۱)تر ټولو مهمه یې د جماعت په بڼه د لمانځه ترسره کول دي .

د جماعت یعني په ګډه د لمانځه ترسره کولو د اهمیت په هکله زیات ټکي مطرح شوي دي چې ځینو ته یې اشاره کوو :

د جماعت د لمانځه د ترسره کولو یوه(۱) ګټه د نورو خلکو له مشکلاتو خبریدل دي .

مسلمانان د جماعت د لمانځه د ترسره کولو په څنګ کښې له یوبل سره خبرې کوي او د یوه بل له حالاتو خبریږي او  که چیرې وکولای شي نو د یوه بل مشکلات حل کوي .

د جماعت د لمانځه مهمې ځانګړتیاوې ډله ییزه دعا ده .

کله نه کله دعا کونکی یو(۱) تن دی ، خو امین ویونکي زیات دي .

د روایتونو پراساس ډله ییزه دعا قبلیدا ته لا نږدي ده ؛ په دې سربیره د مومن لپاره د بل مومن دعا ډیر ثواب او برکت لري .

د جماعت په لمانځه کښې کسان په یوه (۱)صف کښې ودریږي او هیڅوک په بل باندې برترۍ نلري ؛ټول د یوه مسلمان په توګه د جماعت د لمانځه په صف کښې دریږي او د خدای پاک ج له عبادت پرته بل هیڅ هدف نلري او  ټول د خدای د بندګانو په توګه د یوه(۱) بل په څنګ کښې دریږي .

دغه چاره د مومنانو لپاره د صمیمیت او د دوستۍ د زیاتیدا او د مومنانو ترمینځ د دوستۍ د ډیریدا سبب کیږي .

په دې سربیره  د څنګ ته کیدا او د فردګیرۍ د روحیې د له مینځه تلو او له غرور او  ځان منمۍ  سره د مبارزې سبب کیږي .

د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د جماعت د لمانځه ترسره کول له جهنم او نفاق څخه د لیرې کیدا وسیله معرفي کړي ده او فرمائیلي یې دي :« څوک چې څلویښت (۴۰) ورځې د جماعت لمونځ ترسره کړي ، خدای هغه له نفاق او د جهنم له اور څخه لیرې ساتي ». ( اسرار الصلوه غزالي ، ص ۴۳)

 

captcha