ایکنا خبري اژانس د کاناډا د حلال اکسپو د اطلاعاتو د مرکز په قول راپور ورکړ چې په شمالي امریکا کښې د حلال ژوند د سبک د صنعت لومړۍ خاصه پیښه ټاکل شوي ده دغه اونۍ په کاناډا کښې پیل شي .
د دغه نندرتون په اینټرنیټ پاڼه کې ویل شوي دي دغه نندرتون به د شمالي امریکا د حلالو خواړو د ودې د بازار د دروازې په توګه په تر ټولو لوړ کیفیت سره د حلالو خواړو د صنعت خدمات او محصولات راټول کړي او په ختیځې نړۍ او په لویدیځې نړۍ کښې د حلال خواړو د صنعت د شیانو د وړاندې کونکو او د اخیستونکو د کتنې ځاې وي .
له خوراکي شیانو او له جوسونو رانیولي تر درملو ، د سینګار او تر روغتیا شیانو ، له مالي چارو رانیولي تر الیکټرونیک او لاجیسټیک تجارت ، ټوریزم وغیره وغیره په شان ټول حلال صنعت تر یوه چت لاندې راغونډیږي او د اخیستونکو او د معامله کونکو لپاره د بازار د لرلید د شریکولو لپاره د یوه(۱) چینل د جوړولو لپاره یوه زمینه برابروي .
د کاناډا د دووه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲) میلادي کال د حلال خواړو نندرتون یوازې یو(۱)کلاسیک تجارتي نندرتون نه دی بلکې د بیلابیلو تجارتي فعالیتونو لپاره یو(۱)ځانګړی پلیټ فارم دی چې د شیانو تولیدونکو ، سوداګرانو ، صادرونکو او اخیستونکو ته دغه چانس برابروي چې د تجارتي معاملو او د سمو فیصلو د ترسره کولو لپاره مخامخ خبرې وکړي .
د کاناډا د حلال خواړو نندرتون او کانفرنس د روان میلادي کال د مي د میاشتې له دولسمې (۱۲) نیټې څخه تر څوارلسمې (۱۴) یعني د څوارلس سوه لومړي هجري لمریز کال د غوايي د میاشتې له دوه ویشتمې (۲۲) تر څلرویشتمې (۲۴) نیټې پورې د ټورنټو په نړیوال مرکز کښې ترسره کیږي
3477312