د مالیزیا حکومت د خوراکي محصولاتو لپاره د هیواد د حلال خواړو د لایسنس د ورکولو په بهیر باندې تکیې سره په ۲۰۱۲ میلادي کال کښې د حلال درملو د چارې لپاره د مالیزیا ستینډرډ ایم ایس ۲۴۲۴:۲۰۱۲ معرفي کړ.
دغه معیار د ځايي درملو د جوړولو د صنعت د ودې او پراختیا لپاره دی او همدا اوس کابو دوه زره ډول درمل ثبت شوي دي.
له ځايي بازار ملاتړ سربیره په مالیزیا هیواد کښې جوړ شوي درمل چې د حلال خواړو لایسنس هم لري په سیمه ییز ډول چې په خورا توګه سینګاپور،انډونیزیا اودغه راز جاپان اوچین او ځینې نورو اروپايي هیوادونو ته هم صادریږي.
د حلالو درملو خرڅول نه یوازې په مسلمانانو کښې بلکې بلې خوا په غیر مستقیم ډول د صنعت هدف د پراختیا په حال کښې دی لیدل کیږي.
د حلال خواړو د لایسنس له موجودو بهیرونو په استفادې سره په ۲۰۱۹ میلادي کال کښې د واکسین د تولیدولو لپاره یو شمیر اصلاحات وړاندې شول.
د واکسین د ملي پراختیا لارې نقشې پي پي وي این() او د مالیزیا د واکسین او ژنوم موسسې چې څه موده کیږي جوړه شوي ده د هر اړخیزه چمتووالي په نوم له ائتلاف سره د پانګه اچونکو دوه اړخیزه موافقه مالیزیا د دې جوګه کوي چې نیغ په نیغه د واکسین جوړولو ته لاسرسی پیدا کړي اوځايي محققانو ته تخصص انتقال کړي او هغه ته پراختیا ورکړي.
https://iqna.ir/fa/news/4056294