IQNA

قرآني سورې/ 4

د قران کریم په نسا سورې کښې شل ځله د نسا ټکی استعمال شوی

14:47 - May 22, 2022
د خبر لمبر: 3485819
تهران(ایکنا)ـ یوه مهمه موضوع چې په اسلام کښې ورته پام شوی دی ، په ټولنه او کورنۍ کښې د ښځې رول دی ؛

؛ په دغه اهمیت د پوهیدا لپاره د قران کریم څلورمې سورې ته مراجعه کولای شو ؛ داسې ځای چې یوه سوره ښځو ته بیله شوي ده او د هغوې په نوم ثبت شوي ده .

د قران کریم نسا سوره د مدني سورو برخه ده ؛ یعني دغه سوره په مدینې کښې نازله شوي ده او هیله کیږي په هغې کښې ټولنیزې موضوعګانې زیات وزن ولري .

دغه سوره یوسل شپږاویا ایتونه لري او د قران کریم څلورمه سوره ده .

دغه سوره نسا یعني  ښځې نومول شوي ده ،  ځکه چې په دغه سورې کښې ډیر احکامو میرمنو ته اړونده دي .

په دغه سورې کښې شل ځله نسا ټکی کارول شوی دی .

د ښځو په نوم د قران کریم د یوې سورې بیلیدل په اسلام کښې د میرمنو د موضوع د اهمیت ښودنه کوي .

د ښځو د مالونو په زوره د نیولو ممنوعیت (۲۰-۱۹) د ښځو قسمونه او له هغوې سره د وادونو احکام (۲۸-۲۲) د ښځو د حقوقو رعایتول (۱۳۰-۱۲۷)او د ښځو او د سړیو د حقوقو توپیر (۳۵-۳۲) په نسا سورې کښې د ښځو د بحثونو په اصلي موضوعګانو کښې راځي .

د قران کریم نسا سوره دغه راز د واده یعني نکاح او د ارث یعني د میراث په هکله خبره کوي او پکښې لمونځ ، جهاد او شهادت ورکولو یعني د ګواهۍ ورکولو احکامو ته هم اشاره کوي .

په دې مینځ ومان کښې ښځو ته له اړونده مسائیلو سره  د قران د مخامخ کیدا ډول ډول والی هم په زړه پورې چاره ده ، ځکه چې د ښځو لپاره یې یوشمیر حقوق په نظر کښې نیولي دي کومو ته چې د هغه وخت په ټولنه کښې پام نه کیده .

په دغو موردونو کښې د ښځو د مالي حقوق په رسمیت نه پيژندل دي چې د کلونو په اوږدو کښې یې پراختیا وموندله .

د قران کریم په نسا سورې کښې د تر ټولو ټولنیز ارګان یعني د کورنۍ په ساتلو او حفظ کولو ټینګار شوی دی او واده د ټولنې د عفت د ساتلو لپاره یو عامل پیژندل شوی او دغه راز د ټولنې د وګړو متقابلو دندو او د حقوقو یادونه هم کوي .

 

تړلې خبرونه
captcha