IQNA

د فلسطین ماشوم اتو میاشو کښې ټول قران حفظ کړ

15:57 - May 25, 2022
د خبر لمبر: 3485829
تهران(ایکنا) د فلسطین د غزې تړانګې یو کوچنی ماشوم «رشاد ابوراس» بریالی شوی دی

 چې په اتو میاشتو کښې ټول قران مجید حفظ کړي او روان کال د فلسطین د غزې تړانګې د قران د تر ټولو کوچني حفظونکي مقام ترلاسه کړي.
ایکنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ویژن په قول راپور ورکړد فلسطین د غزې تړانګې یو کوچنی ماشوم «رشاد ابوراس» بریالی شوی دی چې په اتو میاشتو کښې ټول قران مجید حفظ کړي او روان کال د فلسطین د غزې تړانګې د قران د تر ټولو کوچني حفظونکي مقام ترلاسه کړي.
د دغه ماشوم پلار وايي: هغه د قران د زده کواو لپاره د دین د پیروانو مدرسې ته ورغی او یو تر ټولو مهم شی چې ما احساس کړی و دا دی چې خدای پاک زما د زوي ښیګڼه غواړي چې رحم یې کړی دی په دومره کم عمر کښې د قران کریم په حافظانو کښې شامل شي.
د فلسطین د ماشوم رشاد ابوراس پلار زیاته کړه کله چې زما زوي د قران کریم حفظول پاې ته ورسول،نواحساس مو کړه چې خدای پاک اجابت کړی او د هغه په وجود کښې یې هدایت کیښودلی دی،ځکه چې قران د بشر تر ټولو ستر هادي دی.
د فلسطین د ماشوم رشاد ابوراس پلار میندو او پلارونو ته سپارښتنه وکړه او ویې ویل:څوک داسې فکر ونکړي چې قران علم د ترلاسه کوونکي په لاره کښې خنډ دی؛بلکې قران د انسان د هدایت لاره ده.
متعال خدای فرماييبل هو آيات بينات في صدور الذين أوتوا العلم» ؛ پر دې اساس قسم مې دې په خدای وي که چیرې خپل بچیان په قران سره تربیت کړئ د تاسو او د هغوې لپاره په دنیا او اخرت کښې ژغورنه ده.
https://iqna.ir/fa/news/4059570

 

بچوې: قران ، فلسطین ، حفظ
captcha