IQNA

حضرت امام صادق علیه السلام د قران په تفسیر کښې بیلابیلې رودې کارولي

15:59 - May 27, 2022
د خبر لمبر: 3485832
تهران(ایکنا)- د قران په تفسیر کښې د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام کلي روده د تحلیل،استدلال او د اجتهاد پراساس ده.

 



په حقیقت کښې هغه حضرت د قران د معارفو فهرست نه جوړوه،بلکې هغه یې د شاګردانو د تحلیل او شننې لپاره وړاندې کاوه او هغوې ته یې ورزده کول چې په کوم ډول قران کښې لټون وکړي او د هغه له ژورتیا ګټه پورته کړي.
حضرت امام صادق علیه السلام د قران په تفسیر کښې بیلابیلې رودې کارولي دي کومې چې په هرې برخې کښې ضروري او پرځاې وې.
هغه د ۱۴۸ هجري قمري کال د شوال میاشتې په ۲۵ نیټه شهید کړی شو.
د امام صادق علیه السلام یو تر ټولو مهم اقدام د قران کریم د ایتونو او روایتونو او د احکامو بیانول،تفسیرول اوتشریحول وو.
دغه اقدامات د یوې علمي رودې پراساس پیل شول او دوام یې وموند.
هغه حضرت د قران د تفسیر لپاره له قران سره د قران له بیلګې استفاده وکړه.
له قران سره د قران په بیلګې کښې، هر ایت د قران د نورو ایتونو پراساس تحلیل کیده چې له قران سره د قران په تفسیر مشهور دي.
د حضرت امام صادق علیه السلام یوه بله لاره چاره د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم او د اهل بیت علیهم السلام د سیرت پراساس د قران کریم تفسیرول وو چې له هغوې څخه له رامینځته شویو روایتونو او د ائمه علیه السلام د سیرت پراساس تحلیل کیدل.
د قران لغوي تفسیر او لغت پیژندنه د هغه حضرت لخوا د قران د بیانولو یوه بله روده وه.
په دغه رودې کښې د قران کریم لغتونو ته پام کیده اود هغو پراساس قران تفسیر کیده.

د تطبیق روده هم د قران مجید د تفسیر لپاره د حضرت امام صادق علیه السلام یوه بله روده وه؛ دغه روده له بیلا بیلو پیښو قومونو اوبهیرونو سره د قران د یوه ایت د تطبیق کیدا په معنا ده.
په حقیقت کښې هغه مفاهیم چې په قران کښې شته، باید نښې نښانې یې په دنیا کښې ښکاره شي چې امام جحفر صادق علیه السلام د قران کریم د ایتونو مصداقي تفسیر وړاندې کوي.
د امام جحفر صادق علیه السلام په روده کښې او د قران کریم د ایتونو د نازلیدا په دلیل هغه حضرت د قران مجید د ایتونو د نازلیدا د دلایلو او پیښو په هکله غور کوي او د قران ایتونو ته تاریخي کتنه لري.
په دې سربیره ځینو ایتونو ته په اشارې سره د راتلونکو خبرونو په هکله هم خبرې کوي.
د قران په تفسیر کښې د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام کلي روده د تحلیل،استدلال او د اجتهاد پراساس ده.
په حقیقت کښې هغه حضرت د قران د معارفو فهرست نه جوړوه،بلکې هغه یې د شاګردانو د تحلیل او شننې لپاره وړاندې کاوه او هغوې ته یې ورزده کول چې په کوم ډول قران کښې لټون وکړي او د هغه له ژورتیا ګټه پورته کړي.
دغه خبرې په ایکنا خبري اژانس کښې د پوهنتون او د دیني حوزې د مدرس محمد رضا محمدي پیام د وینا له راپور څخه اخیستل شوي دي.
https://hamedan.iqna.ir/fa/news/3975786

captcha