IQNA

د ایټالیا ژباړونکي د دینونو د خبرو جایزه وګټله

17:16 - May 27, 2022
د خبر لمبر: 3485834
تهران(ایکنا)- په ايټالیا ژبې د قران مجید ژباړونکي،لیکوالې او فیلسوفې په قطر کښې د ۲۰۲۲ میلادي کال د دینونو د خبرواترو نړیواله جایزه وګټله.

ایکنا خبري اژانس د پیننسوله قطر(The Peninsula Qatar)
په قول راپور ورکړ د دوحې د دینونوڅلورم کانفرنس چې په عمل کښې او په متنونو کښې په دینونو کښې له نفرت څخه د ډکې وینا په موضوع سره د غبرګولي د میاشتې له دریمې نیټې څخه په قطر کښې پیل شوی و د غوره شویو کسانو په درنښت کولو یعني جایزو ورکولو سره پاې ته ورسیده.
سابرینا لي(Sabrina Lei)چې حاضردمه د توسل د تحقیقاتو او د انتشاراتو د مرکز مدیره ده په هغو کسانو کښې شامله وه چې درنښت یې وشو یعني جایزه یې وګټله.
هغه چې د دغه جایزې په ګټلو ویاړي د خپل د «توسل» د مرکز د فعالیتونو په تشریحولو سره وویل د «توسل » مرکز د دینونو د خبر اترو د منظولو له لارې د لویدیځو هیوادونو او د اسلامي نړۍ ترمینځ د اړیکو په رامینځته کولو او د اسلام له سولې څخه د ډک پیغام په شریکولو تمرکز لري.
دغه مشهورې محققې څه د پاسه ۵۰ اسلامي کتابونه په ايټالیايي ژبې ژباړلي دي او دغه راز یې په ایټالیايي ژبې کښې د قران په هکله یوشمیر کتابونه تالیف کړي دي.
هغې د عبدالله یوسف علي په انګریزۍ ژبه لیکل شوی قران په ایټالیايي ژبه ژباړلی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4059817

captcha