IQNA

د پاکستان د سپمه اداره د اسلامي مالي تامین حوزې ته ننوتله

17:48 - May 28, 2022
د خبر لمبر: 3485838
تهران(ایکنا)-د پاکستان د سپمه حکومتي اداره سي ډي این ایس (CDNS) د اسلامي مالي تامین بازار ته له ننوتلو وروسته

له دې وروسته خپل خدمات د اسلامي شریعت د احکامو پراساس وړاندې کړي .

ایکنا خبري اژانس د پاکستان ملي سپمه د مرکزي ادارې دا سنټرل ډایریکټریټ اف نیشنل سیوینګ (CDNS) یوه چارواکي پرون رسنیو ته وویل دغه اداره به د اسلامي شرعي بانډونو په هکله کار وکړي چې د اسلامي مالي تامین په حوزه کښې خپل وړاندیزونه ګاهکانو ته وړاندې کړي .

هغه وویل دغه حکومتي ادارې  فیصله کړي ده چې د اسلامي مالي تامین پراساس خدمات پیل کړي او له روانې میاشتې څخه به په دغه ادارې کښې د اسلامي مالي اسانتیاو وړاندې کول پیل کړي .

د پاکستان دغه چارواکي وویل په دې لړ کښې د شرعي حکمونو پراساس د پانګونې لپاره د سپمه یعني بچت کولو پاڼې او د انعامونو بانډونه د شرعي موازینو په رعایتولو سره صادریږي .

سي ډي این ایس د اسلام پانګونې فرصتونه چې همدا اوس شلو فیصدو ته رسیدلي دي د حکومتي او د خصوصي بانکونو د برخې په شمول کاهګانو ته وړاندې کوي .

سي ډي این ایس د پاکستان د بچت یوه حکومتي اداره ده او دغه اداره د پاکستان مالیې وزارت ته د یوې اړونده برخې په توګه فعالیت کوي .

Iqna.ir/fa.news/4060090 https://

بچوې: پاکستان ، اسلام
captcha