IQNA

د مسلمانو علماو نړیوالې ټولنې د امریکا پیښې ته غبرګون وښود

20:01 - May 28, 2022
د خبر لمبر: 3485839
تهران(ایکنا)- د مسلمانو علماو د نړیوالې اتحادیې مشر په یوې بیانیې کښې د قران کریم

د «مائده» سورې دړه دیرشم ایت ته په اشارې سره د امریکا په ټیکساس ایلت کښې په یوه ابتدايي ښوونځي کښې ویروونکي ډزې چې یویشت کسان پکښې وژل شوي وو وغندلې.
ایکنا خبري اژانس راپور پراساس؛ د مسلمانو علماو د اتحادیې سیکرټرعلي محیی الدین قره داغي د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره چې یوه نسخع یې ایکنا خبري اژانس ته هم استول شوي ده د نفرت ،توکمپالنې،اخلاقي او ایماني زوال په هکله چې د ټول بشریت لپاره ګواښ دی خبرداری ورکړ.
د مسلمانو علماو نړیوالې اتحادیې په دغه بیانیې کښې په یوه ابتدايي ښوونځي کښې د ډزو ویرونکی او له غمیزې ډک جنایت چې د یو شمیر بې ګناه ماشومانو د وژلې سبب شوه وغندله.
علي قره داغي د قران کریم د مائده سورې دوه دیرشم ایت««مَنْ قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا: ته په اشارې سره: هر څوک چې په ځمکه باندې د قتل له قصاص یا فساد پرته څوک ووژني داسې ده لکه چې ټول خلک یې وژلي وي»د مجرمانه اعمالو او د تاوتریخوالي په ردولو کښې یې د مسلمانو علماو د نړیوالې اتحادیې په ثابت دریځ ټینګار وکړ.
هغه زیاته کړه: د دا ډول اقداماتو انګیزه او دلایل چې هر څه وي د اسماني دینونو تعلیمات او اصول یې نه تائیدوي او هغه حرام دي.
د مسلمانو علماو اتحادیې په پاې کښې په ټوله نړۍ کښې د اړونده مدني ټولنې له ارګانونو اوحکومتونو وغوښتل چې په دې زمینه کښې په چټکې سره اقدام وکړي او د ایمان د ارزښتونو، اخلاقو او له خلکو سره د مینې د ارزښتونو په پیاوړتیا او له نفرت او توکمپالنې سره په مقابلې کولو او د دفاعي قوانینو په غوره کولو سره د دغو جنایتونو د ترسره کیدا د مخه د نیولو لپاره ضروري تدبیرونه غوره کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4059966

بچوې: قرات ، ایت ، مایده ، اسلامی
captcha