د خدای کور او د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د جومات د زیارتوالو د اسانتیا لپاره یوشمیر پروګرامونه په نظر کښې نیولي دي.
په دغو پروګرامونو کښې په پیغمبر اکرم (ص) جومات کښې د یولک پینځه پنځوس زره قران مجیدونو نوي کول او د حاجیانو او د کارکوونکو د ورځنیزو چارو د اسانولو لپاره د یوه اپلیکیشن جوړول شامل دي.
ایکنا خبري اژانس د البلاد سایټ په قول وویل د حج د موسم د پیلیدا په درشل کښې د مسجد النبي چارواکو د قران کریم یولک پنځوس زره نوي نسخې د زړو نسخو ځاې ناستي کړې چې پکښې په دوه پنځوس ژبو باندې ژباړل شوي د قران کریم ۹۳۵۷ نسخې هم پکښې شاملې دي.
دغه راز د مسجد الحرام او د مسجد النبي صلی الله علیه واله وسلم د چارو مسوول عبدالرحمن بن عبدالعزیز السدیس «زمونږ د حاجیانو خدمت کول زمونږ د کارکوونکو لپاره ویاړ دی» په شعار سره په روان کال کښې د زیارتي کاروانونو د هرکلي پروګرام پیل کړ.
په دغه کمپاین کښې چې د مسجد النبي صلی الله علیه واله وسلم د لمونځ ګزارو او د حاجیانو هرکلی کول پکښې شامل دي لمونځ ګزارو او حاجیانو ته ډالۍ ورکول کیږي.
السدیس دغه راز د مسجد النبي صلی الله علیه واله وسلم ، تاریخ او د څیرو په نوم د کتابتون مخ کتنه وکړه.
په دې سربیره په مسجد النبي زیارت کولو کښې د اسانتیا په هدف سره د« زائرون« د اپډیټ شوي اپلیکشین دوهمې نسخې کار پیل کړ.
دغه اپلیکیشن په ايي او ایس (IOS) سیسټم کښې پینځه ژبې او په اینډرویډ(ANDROID) سیسټم کښې اوه ژبې لري چې د مسجد النبي د لمونځ ګزارو او د زیارتوالو د اسانتیا لپاره دی.