ایکنا خبري اژانس د الشروق نیوز په قول ویلي دي په دغو مراسمو کښې په مذهبي چارو کښې د مصر د ولسمشر سلاکار اسامه الازهري هم ګډون درلود او دغه دستورې د مصر شرقیه ولایت ته په اړونده الحسینیه مرکز کښې وشوې.
په دیني چارو کښې د مصر د ولسمشر سلاکار اسامه الازهري او د قران کریم مشهور قاري محمود شحات محمد انور په خپلو ویناګانو کښې د قران کریم په دغو سیالیو کښې د ګډون کونکو سویه او د قران کریم په تلاوت او حفظ کښې د هغوې وسونه وستایل او بره مقام لرونکو کسانو ته یې مبارکي ورکړه.
د الازهر د قران د علومو معلم احمد النجار د سرلشکر عادل حسانین د قران د حفظ په سیالیو باندې څارنه کوله او په دغو دستورو کښې د قران کریم حافظانو ته ډالې ورکړل شوي او عسکونه هم واخیستل شول.