IQNA

د قیرغیزستان د اسلامي مجلې مسوولې چلوونکي ته نړیواله جایزه ورکړل شوه

14:46 - June 13, 2022
د خبر لمبر: 3485882
تهران(ایکنا) د قیرغیزستان هیواد د « چنګیز ایتماتف»نړیواله جایزه په یو لړ مراسمو

کښې د دغه هیواد د اسلامي مجلې « امت» مسوولې چلوونکي میرمن الیانا ستاراوا ته ورکړل شوه.

ایکنا خبري اژانس وايي دغه مراسم د قیرغیزستان هیواد د نامتو او د مشهورو شخصیتونو په ګډون سره وشول او میرمن مریم الیانا ستاراوا د خپلو خیر ښګیڼو او د ټولنیزو پروژو او د فعالیتونو د ترسره کولو په خاطر دغه جایزه ترلاسه کړه.

دغه میډال په روسیې کښې په ځانګړي طراحۍ سره جوړ شوی او په  هنر او بیلابیلو علومو،  طب او نورو څانګو او حوزو کښې مشهورو شخصیتونو ته ورکول کیږي.

دغه میډال د کلتور ، زده کړې ، علومو ، ادبیاتو په زمینه کښې د زیاتو وړتیاو او د هیوادونو ترمینځ د کلتوري او د معنوي اړیکو د رامینځته کولو ، د سولې او د دوستۍ د پیاوړي کولو ، د ملیتونو او د ملتونو او د متقابلو کلتورونو د بډایه کولو او د هغوې د نږدې کولو په زمینه کښې د فعالیت په دلیل مهمو کسانو ته ورکول کیږي.

د «چنګیز ایتماتف» د نړیوال میډال د پاسه د لوړو اخلاقي ارزښتونو د یادولو لپاره د پیغام او د یاداورۍ په توګه لیکل شوي دي« تاسو هره ورځ باید یو سړی ووسئ»

https://iqna.ir/fa/news/4063871

captcha