د څلویښتو هیوادونو د استازیو په ګډون سره په بنغازي ښار کښې پیل شو.
ایکنا خبري اژانس د اخبار لیبیا په قول راپور ورکړ،د لیبیا د قران کریم د حفظ او د قرائت د نړیوالو سیالیو لسم پړاو د جون د میاشتې په دولسمه یعني د۱۴۰۱ هجري لمریز کال د غبرګولي د مایشتې په ۲۱ نیټه د څلویښتو عربو او اسلامي هیوادونو د استازیو په ګډون سره پیل شو.
د قران کریم د سیالیو دغه پړاو د لیبیا په بنغازي ښار کښې د خلاقیت د پراختیا په مرکز کښې د څلویښتو هیوادونو د استازیو او د لیبیا هیواد د یوه ګډون کونکي په برخه اخیستلو سره خپل کار پیل کړ.
د لیبیا د قران کریم د حفظ او د تلاوت د نړیوالو سیالیو دغه پړاو د اسلامي دنیا په سویه د لیبیا د اسلامي چارو او د اوقاقو ادارې ته د اړونده د قران او د سنت نبوي صلی الله علیه واله وسلم د چارو د ادارې په زیار سره ترسره کیږي.
لیبیا هیواد په عربو او اسلامي هیوادونو کښې داسی هیواد دی چې د قران کریم تر ټولو زیات حافظان پکښې دي.
ډیرو کمو خلکو ته به دغه خبره معلومه وي چې په لیبیا کښې د قران کریم یو میلیون حافظان شته.
په لیبیا کښې د قران کریم د حافظانو شمیر د نفوسو پینځمه برخه جوړوي او د قران کریم حافظان د لیبیا د پوهنتون فارغ التحصیلان ګڼبل کيږي او هغوې معاشونه هم ترلاسه کوي.