IQNA

قرآني سورې/ 12

د یوسف پیغمبر پیښه د قران کریم تر ټولو ښکلي قیصه ده

15:30 - June 19, 2022
د خبر لمبر: 3485896
تهران(ایکنا)-په قران کریم کښې د پیغمبر حضرت یوسف علیه السلام قیصه له سختیانو څخه ډکه ده

چې یو انسان کولای شي په خپل ژوند کښې هغه تجربه کړي؛ خو په نهایت کښې یوسف علیه السلام په صبر او خدای پاک ج باندې په ایمان سره لوړ مقام ته رسیږي.

د قران کریم دولسمه سوریه «یوسف» نومیږي. یوسف د اسرائیلو یو پیغمبر او د یعقوب پیغمبر زوی و.

د یوسف سوره د قران کریم یوه مکي سوره ده چې یوسل یولس ایتونه لري او په دولسمو او دیارلسمو جزونو کښې ورغلي ده.

دغه راز دغه سوره په پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم باندې پنځوسمه نازله شوي سوره ده.

یوسف سورې په مفصل ډول د حضرت یوسف علیه السلام د ژوند بیلابیلې برخې انځور کړي دي چې د سورې د دریم ایت په وینا «احسن القص» یعني تر ټولو ښه قیصه پیژندل کیږي.

تر ټولو ښه قیصه په دې دلیل چې د قران د قیصو هدف یعني په ترټولو لوړه سویه عبرت اخیستلو ته تحقق وربښي.

په یوسف سورې کښې د حضرت یوسف علیه السلام قیصه د هغه د خوب له لیدو څخه پیلیږي؛ دوهمه برخه د وروڼو  حسادت او یوې څا ته د حضرت یوسف علیه السلام غورځول دي.

له څا څخه د حضرت یوسف علیه السلام ژغورل کیدل او په مصر کښې د حضرت یوسف علیه السلام خرڅیدل، په یوسف باندې د میرمن زلیخا زړه بایلل ، د یوسف علیه السلام زنداني کیدل ، د مصر د باچا د خوب تعبیر او له زندان څخه د یوسف علیه السلام  خوشي کیدل ، په مصر کښې د یوسف علیه السلام د مقام پیدا کول ،مصر ته د یوسف علیه السلام د وروڼو او د پلار ورتلل د دغه قیصې نورې برخې دي.

د ایران ستر عالم علامه طباطبايي په «تفسیر المیزان» کتاب کښې د یوسف سورې اصلي هدف د ایمان لرونکو او د پاکو انسانو په هکله د خدای د ولایت د څرنګوالي بیانول بللي دي او باوري دی څوک چې په خدای پاک ج باندې حقیقي ایمان ولري خدای پاک ج به هم هغه په ترټولو سختو حالاتو کښې عزت او سترتوب ته ورسوي.

تر ټولو مهمې نتیجې چې له یوسف سورې څخه ترلاسه کیږي د سختیانو او د مشکلاتو په وړاندې صبر او استقامت ته بلنه او د دنیوی  خوندونو په وړاندې پرهیزګارۍ ده .

په دې بڼه کښې خدای پاک ج ژمنه کړي ده چې وړ بندګانو او نیکو کسانو ته به انعام ورکړي.

تړلې خبرونه
captcha