ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ ،د تیر میلادي کال په اګست میاشت کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د افغانستان میرمنې له یوشمیر محددویتونو سره مخامخ شوي دي او دوي په ځلونو په دغه حالت باندې د اعتراض لپاره مظاهرې کړي دي.
خو اوس نه یوازې د افغانستان میرمنې بلکې ډیرې بشر دوستانه او نړیوالې مرستندویه موسسې د اوکراین د جنګ په دلیل د افغانستان په هیریدا اندیښنه لري.
په کابل کښې د افغانستان میرمنو یوځل بیا په اعتراضیه حرکت کښې په نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان دې هیر نه کړي.
د افغانستان اعتراض کوونکو میرمنو پرون د افغان انجلیو د زده کړې په دوام کښې د محدودیت په شمول په ښځو باندې د طالبانو په دوه چنده ظلم نیوکه وکړه.
د افغانستان میرمنو په دغه اعتراضیه غونډې کښې بې وزلۍ ، لوږه ، د ماشومانو مړینه او د ښځو پرضد محدودیتونه مرګوني او د بشري حقوقو مدعي هیوادونو او د بشري حقوقو د ادارو بې پامۍ شرموونکي وبلله.