IQNA

قرآنی سورې (11)

داسې سوره چې پيغمبر ئې هم بوډا کړ

11:00 - June 20, 2022
د خبر لمبر: 3485902
ایکنا-(تهران) له  الهی رحمت سره د اړونده بحثونو ترڅنګ  د قرآن کریم د آيتونو یوه برخه په آخرت کې د الهی عدل  عدالت او د ظالمو قومونو سزا کولو ته مخه کوي چې دهغو آیتونو یوه برخه په هود سورې کې هم راغلې ده .یو داسې عکس چې په دغې سورې کې انځور شوی دی،  دومره عظمت لري ، چې  پيغمبر فرمائيلی دي ؛ دغې سورې زه بوډا کړم :

هود سوره د قرآن کریم یولسمه سوره او په مکې کې نازله شوي سوره ده . د غه سوره ۱۲۳آیتونه لري د نزول په ترتیب کې دوه پنځوسمه سوره ده چې نازله شوې ده . دغه سوره د قرآن مجید په یولسمې او دولسمې سپارې کې واقع شوې ده .

 هود یو الهی پيغمبر دی ، چې د حضرت عیسی مسیح علیه السلام  له میلاده کابو اوه سوه کاله مخکې  په عربستان کې پیغمبرۍ ته ورسید. د حضرت هود نامه څو ځله په قرآن کریم کې  راغلې ده او  دقرآن یوه سوره هم د هود په نامې  ده . په دغې سورې کې د حضرت هود  او دهغه د  قوم کیسې ته اشاره شوې ده . 

 دغه سوره  په مکې کې د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د شتون په وروستیو کې او مدینې ته له هجرته مخکې پر دوي نازله شوې ده .په دغه پړاؤ کې  د اسلام ګران پیغمبر (ص) خپل آکا(ترۀ) او خپله ماندینه له لاسه ورکړې وه . په همدې دلیل ددغې سورې په پیل کې پیغمبر ته د خطاب آرام بخښونکي جملې لیدل کیږي .همداراز هغه  سختیانې چې مخکینیوپيغمبرانو تجروبه کړي او هغه بریالیتوبونه چې  ئې ترلاسه کړي،پکې ذکر شوي دي .

په دغې سورې کې  د نوح ، هود ، لوط ، ابراهیم  او موسی په شان پیغمبرانو ته اشاره شوې ده  .. داسې مشکلات  چې د خلکو د لارښونې لپاره ئې زغملي دي ، داسې سختیانې  چې ورباندې تیرې شوي  دي او هغه الهي عذبونه چې د پيغمبرانو پر قومونو د خلکو د ظلم او ستم په دلیل نازل شول . البته بریالیتوبونه او کامیابیانې تل د پيغمبرانو لپاره وې ، که څه هم  اصحاب او ملګري ئې لږ درلودل .

د هود سورېئ په لومړنیو څلورو آیتونو کې هغه قرآني معارف دي ، چې په ټولې سورې کې  په بشپړ توګه ورته پام شوی دی . په دغو معارفو کې توحید ، نبوت  او معاد  او  مومنانو او نیک عمل کونکو  ته  دخداوندمتعال ژمنې بیان شوي دي .

په دغې سورې کې   له قیامت  سره آیتونه  او د الهی عدل په محکمې  کې  له پلټنې سره اړونده لړزونکي   او د قومونو د سزا کونې په باب آیتونه دي ، چې  ظلم او ستم او کړاؤ په باب  پکې ذکر شوی دی . په همدې دلیل  په یوه مشهور حدیث کې لولوو ، چې   د اسلام ګران پیغمبر (ص) فرمائي ؛«شیبتنى سوره هود» یعني هود سورې زه بوډا کړم ::::

له  عبدالله بن عباس څخه  ددغه حدیث په تفسیر کې نقل شوي دی، چې  پر پیغمبر اکرم  د هود سورې له 112 آیت څخه («فَاسْتَقِمْ کَما أُمِرْت وَ مَنْ تابَ مَعَک؛ یعني  هماغه شان چې فرمان د ترلاسه کړ ، قیام وکړه  او هر څوک چې له تاسره توبه وکړی [ هم  داسې وکړي ] او بغاوت  کوي  چې  هغه  په هغه  څه چې ترسره کوي ، پوه او خبر دی ::

 

تړلې خبرونه
captcha