IQNA

قرآن سورې/ 13

د اسمان غریدل د خدای د سترتوب نښه ده

14:22 - June 21, 2022
د خبر لمبر: 3485905
تهران(ایکنا)- په اسمان کښې د تندر غریدل د خدای پاک یوه ستره نښه نښانه ده

 چې د قران کریم د رعد سورې د دیارلسم ایت پراساس دغه غریدل د متعال خدای تسبیح او شکر ادا کول دي.

رعدسوره د قران کریم دیارلسمه سوره ده چې په درې څلویښتو ایتونو سره په دیارلسم جز کښې ورغلي ده.

د رعد سورې د مکي کیدا یا مدني کیدا په هکله د نظر اختلاف شته.

ځینې کسان د محتوا په وجه دغه سوره مکي ګڼي او یوشمیر نورو کسانو بیا د قران کریم د سورو د نازلیدا د ترتیب په دلیل هغه مدني ګڼلي ده.

دغه سوره د قران کریم شپږنویمه سوره ده چې د اسلام په ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم نازله شوي ده.

د رعد سوره د رعد ښکارندې چې د اسمان د غریدا په معنا ده اشاره لري چې هغه د الهي تسبیح په توګه یاده شوي ده.

دغه موضوع د قران کریم د رعد سورې په دیارلسم ایت کښې بیان شوي ده : «وَيُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهِ وَالْمَلَائِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِ

او رعد (او بریښنا  او د غیب او د شهود ټول قوي عالمونه او ټولې فرښتې ټولې له خدای ( قهر ) څخه په ویریدا سره په تسبیح او د هغه په ستایلو بوختې دي.».

 د دغه ایت لپاره یې څو تفسیرونه بیان کړي دي؛ځینو کسانو ویلي دي رعد الهي نښه ده او د خدای د سترتوب نښه ده او له دې کبله د خدای پاک تسبیح کولو ته وربولي یا په خپله د خدای تسبیح کوي.

په یوه بل تفسیر کښې ویل شوي دي د رعد د تسبیح معنا دا ده چې هر څوک د رعد غږ واوري د خدای تسبیح وکړي.

داسې دعاګانې هم بیان شوي دي چې د رعد په وخت لوستل کیږي.

د قران کریم رعد سوره دغه راز د خدای پاک د توحید او د قدرت ، د قران د حقانیت او د اسلام د پیغمبر د نبوت  خبره کوي.

د قران کریم د رعد سورې چورلیزې بحثونه او مفاهم ، توحید ، معاد( قیامت او وحي دي او هغه اړونده مسائیل د نړۍ د عجایبو او د  انسان د نفس له لارې ښکاره کوي او انسان د تیرو خلکو په ژوند او حالاتو باندې غورو او تفکر کولو او د نړۍ په دودونو باندې پوهیدا ته وربولي.

د قران کریم رعد سوره د هغو کافرانو په ځواب کښې نازله شوه چې قران یې د ایت او د معجزې په توګه نه قبلوه او د اسلام له ګران پیغمبر څخه یې ایت یعني نښه او معجزه غوښتله.

متعال خدای په دغه سورې کښې ټینګار کوي، هغه قران چې نازل شوی دی حق دی ،داسې حق چې له باطل سره مخلوط نه دی.

انسانانو او بشري ټولنو ته د قران کریم یو تر ټولو مهم تذکر په رعد سورې کښې شوی دی.

څرنګه چې د قران کریم د رعد سورې په یولسم ایت کښې تذکر ورکوي :« «...إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنْفُسِهِمْ...:

خدای د کوم قوم  حال نه بدلوي تر هغه چې هغوې خپل حال بدل کړي.  

تړلې خبرونه
captcha