د رهبرۍ ستر مقام په دغه کتنه کې د هیواد د زیرمې په توګه له قباییلو د امام خمینی ره تعبیر ته په اشارې سره د دغه غونډې ترسره کول له قباییلو سره د خلکو د بلدتیا او پام لپاره مناسب فرصت وباله او ویې فرمایل نن د ایران او اسلام د بدغواړو تکیه په نرم جنګ ده ، په دې اساس د قباییلو په شمول د ملت درستې پرګنې کلتوری تولیداتو او چارو ته اړتیا لري البته د فیلم او کتاب د تولید په شان په کلتوری کار کې باید بازخورد او د تولیداتو اغیز ته پام او اندازه معلومه شی .
د رهبرۍ ستر مقام په تیرو دریو پیړیو کې د پردیو د ډیرو هلوځلو په وړاندی د قباییلو مقاومت ته په اشارې سره وفرمایل د دغو هلو ځلو هدف له هیواد سره خیانت ته د قباییلو مجبورول او د ویشلو او داخلی جنګ په شان اقدامات وو چی هیڅکله بریالپ نه شول ، په دې اساس د ایران قباییل د ملت په ډیرو وفادارو پرګنو کې راځي .
دوی د انقلاب او سپیڅلی دفاع په پړاو کې د قباییلو سرشیندنه د هغود وفاداری یوه بله جلوه وبلله او جوته یې کړه اصلی عامل وحدت ، پرمختګ او د قباییلو په شمول د خلکو له ځانه تیریدا د دین عامل وو چی امام خمینی رح له هغه حیاتی عنصر په استفادې سره انقلاب بریالی کړو او له انقلابه وروسته له صدام د پردیو قدرتونو او مرتجع حکومتونو د ډیرو ملاتړونو په وړاندی چی غوښتل انقلاب له مینځه یوسي ، د هیواد د ساتلو سبب شول .
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د دینی ایمان ، هیلې او د هیواد راتلونکی ته دخوشبینۍ کمزوری کول د ملت پرضد د نرم جنګ له مولفو وبلل او جوته یې کړه د بندون او نه راتلونکی القا کول او دا چی مسولان هیواد نشی اداره کولې ، د ایران د بدغواړو په ځینو کارونو کې شامل دي او نن هم څوک چی خلک له راتلونکی ناهیلي ، یا د خلکو ایمان کمزوری یا خلک د مسولانو پلانونو او هلو ځلوباندې بی باوره یا بدبین کړی که په پوهه وی او که نه ، د دښمن په ګټه یې کار کړې دې .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د شهیدانو مهم درس د امید درس وباله او جوته یې کړه زمونږ مبارزان په داسې شرایطو کې د جنګ میدان ته ورداخل شول چی د عادی محاسباتو په اساس یې بریالیتوب ته هیله نه وه خو د هغو هیله منونکیو مجاهدتونو له امله جنګ د اسلامی ایران په عزت او د تیری ګرو په منکوب کیدا سره ختم شو او دا یعنی په ډیرو سختو شرایطو کې هم باید د خدای مرستې او خپل همت ته هیله من ووسو .