ایکناخبری آژانس د ډیلی نیوز له قوله راپور راکړ ،د محمد بن راشد کتابتون چې د دوبۍ پر نهر د پاسه دی ، دتیرې اونۍ په دوشنبې ورځې ،یعني دغبرګولې په ۲۳نیټه ئې مخ کتنه شوي .
ددوبئ د مشر او حاکم مرستیال شیخ محمد بن راشد دغه کتابتون چې د قرآن د رَحل په شکل سره ئې معماري شوي او په کابو یو میلیارډ درهمو لګښت سره جوړ شوی دی، افتتاح کړ.
د محمد بن راشد کتابتون په اوو پوړیزې ودانۍ کې جوړ شوی او په څه دپاسه یو میلیون چاپی او الیکټرانیکي یا ډیجیټلي کتابونو سره نهه تخصصي کتابخانې لري .ددغه کمپلیکس په تخصصي کتابونو کې ، د اماراتو کتابتون ، دځوانانو کتابتون، د ماشومانو کتابتون ،د ځانګړو ټولګو برخه،، د نقشې او اطلس کتابتون، د هنر اورسانئ کتابتون، تجارتي کتابتون او د ادواري خپرونو کتابتون شامل دی .
دغه کتابتون همداراز څه دپاسه شپږ میلون څیړنیزې مقالې ،۷۳ زره د موسیقۍ آهنګونه او سازونه ،۷۵ زره ویډیوګانې ، کابو دیارلس زره نوره مقالې او څه دپاسه پنځه زره تاریخي چاپي او ډيجیټليپ مجلې هم لري .همداراز په دغه کتابتونو کې له درستې نړۍ کابو پنځه دیرش زره چاپي اوډيجیټلي ورځپاڼې هم موجودې دي .