ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل ،د ایران له اسلامی جمهوریته د افغانستان له زلزله ځپلو سره د انسان دوستۍ له مرستوډکې الوتکې افغانستان ته رسیدلي دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې عمومی منشي یعقوب سلیماني بیګا وئيلي وو ،د انسان دوستۍ د مرستو په جوپو کې چې له تهرانه د پوځ په الوتکو په وسیله لیږدول کیږي ،څلور سوه خیمې، او اته سوه موکتونه اوفرشونه دي .
هغه همداراز زیاته کړې ، چې پر دغو شیانو سربیره ، یوه بله جوپه هم د ایران له سیستان او بلوچستان ولایته د مځکې له لارې افغانستان ته لیږدول کیږي ،چې دولس سوه موکتونه، په زرګونو خوراکي پيکیجونه او شپږ سوه مرستندویه خیمې پکې بار دي
وروستي راپورونه ښئ چې د افغانستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې چې له پاکستان سره په پوله واقع دي ،وړمه نیمه شپه شپږ اعشاریه یو ریشتر زلزلې له امله د مړو شمیر
یو زر پنځه سوه تنو زیات شوی او دغه راز څو زره کسان پکې ټپيان اوبې درکه شوي هم دي. وئيل کیږي د افغانستان دطالبانو دحکومت مشر له درستې نړۍ او د انسان دوستۍ له ټولنو او موسیسو د افغانستان له غمځپلو خلکو سره د سملاسي مرستو غوښته کړې ده .