IQNA

 جو زف بورل نن شپه  د ایټمي موافقې په اړه د مشورو لپاره تهران ته راځي

17:38 - June 24, 2022
د خبر لمبر: 3485917
ایکنا- (تهران ) د ایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده ووئيل د جوزف بورل په دغه سفر کې   چې د ایران او اروپائي اتحادئې ترمینځ د روانو سلامشورو په چوکاټ کې ترسره کیږي ، د دوو اړخیزو  اړیکو، سیمه ایزو اونړیوالو موضوعګانو  او همداراز د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د  وروستیو خبرواترو  د وضعیّت په باب به بحث او دنظر تبادله  وشي .

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ،د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست دکمیشن مشر جوزف بورل ایران ته خپل سفر په تائيدولو سره پخپل ټولنیز پیغام کې ټینګار کړی ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې بشپړ اجرا ته د بیرته ستنیدا یوازینۍ لاره ډيپلوماسي ده  .

بورل پخپل پیغام کې  لیکلي دي ،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دغږملونکي په توګه  د ایران له خارجه زویر حسین امیر عبداللهیان  او نورو اړونده ایرانیو چارواکو سره د لیدوکاتو لپاره تهران ته  سفر کوم .

 داپه داسې حال کې دي چې  د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده هم  ایران ته د جوزف بورل دسفر په تائيدولو سره چې نن شپه ترسره کیږي ، هم ووئيل ، دا  په دیارسم حکومت کې تهران ته دجوزف بورل  لومړنی سفر دی ، له  دې مخکې د جوزف بورل مرستیال آنریکه مورا هم تهران ته سفر ارکړی ؤ .

سعید خطیب زاده زیاته کړې ،په دغه سفر کې   چې د ایران او اروپائي اتحادئې ترمینځ د روانو سلامشورو په چوکاټ کې ترسره کیږي ، د دوو اړخیزو  اړیکو، سیمه ایزو اونړیوالو موضوعګانو  او همداراز د بندیزونو دلیرې کولو لپاره د  وروستیو خبرواترو  د وروستیو  حالاتو په باب به بحث او دنظر تبادله  وشي .

  https://www.irna.ir/news/84800073/ب  

captcha